نيويارك 21 ستمبر (اے پي پي) لنډ مهاله وزيراعظم انوار الحق كاكړ به نن(د زيارت په ورځ)په امريكا كښې مصروف ورځ تيروي٬لنډ مهاله وزيراعظم به د چين نائب صدر هان ژهينګ سره هم ملاقات كوي۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د معروف تهنك ټينك كونسل آف فارن ريليشنز(سي اېف آر)ته خطاب كوي۔د وزيراعظم سره د ملګرو ملتونو په ماحولياتي بدلون 28م كنفرنس(كوپ-28)نامزد صدر سلطان الجابر ملاقات متوقع دې۔وزيراعظم په شمالي امريكا كښې مېشته پاكستاني نژاد ډاكټرانو اېسوسي اېشن(اے پي پي اېن اے)پلاوي سره ملاقات كوي۔وزيراعظم به د امريكې بزنس كونسل پلاوي سره هم ملاقات كوي۔وزيراعظم به نامتو نړيوال او د امريكې مېډيا ته انټرويو هم وركوي۔وزيراعظم به د امريكې كمپنو مشرانو سره هم ملاقاتونه كوي
مضمون کا ماخذ : dupla sena acumulada