اسلام آباد 28 فروري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ اسپيکر اسد قيصر وئيلي دي د هېواد او قام روښانه سباؤن او د هغوې تعمير او پرمختګ لپاره د ځوانانو ميعاري تعليم او تربيه لوئ اهميت لري،په دې لړ كښې د کيډټ کالجز کردار عمر له د ستانئې وړ دے ،کيډټ کالج حسن ابدال او د هېواد په نورو سيمو كښې جوړ کيډټ کالجز څخه فارغ التحصيل كسانو د هېواد په ټولو څانګو كښې د پاکستان نامه روښانه كړې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده کيډټ کالج حسن ابدال څخه راغلو زدكوونكو سره د ملاقات په مهال وكړه كومو چې د ګل په ورځ ده سره پارلمان كښې ملاقات كولو۔ اسپيکر اسد قيصر ووئيل تعليم څانګې سره ژور تعلق لرلو په وجه ما عمر له په دې لړ كښې خصوصي خوښي لرلي۔ده ووئيل د پاکستان زدكوونكي په زړه پورې صلاحيتونه لري، په سمه لارښوونه او ميعاري او يو ډول نظام ِ تعليم وركولو سره دوي د هېواد پرمختګ كښې كردار ترسره كولو كولې شي۔ده ووئيل په ژوند كښې هغه وګړي كامياب وي كوم چې د يو مقصد ترمخه كوشش كوي۔ده ووئيل په ماضي كښې ټولو لويو شخصياتو عمر له د خپل ذات نه يو خوا د ټولنې تعمير او پرمختګ له كار كړے
د هېواد او قام روښانه سباؤن او د تعمير او پرمختګ په لړ كښې د ځوانانو ميعاري تعليم او تربيه اهميت لري، د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قيصر
مضمون کا ماخذ : ایزٹیک واریر شہزادی