اسلام آباد۔16دسمبر(اے پی پی) وزيراعظم عمران خان د پيښور آرمي پبلک سکول شهيدانو ته د عقيدت پېرزويني وړاندې كولو سره وئيلي دي راځۍ چې په ګډه دا عزم وكړؤ چې ټول ملت به يو موټې كېدو سره د فرقه وارانه ٬ مذهبي او نسلي تعصب او تفرقه خپرونكو او د خپلو ناپاكه سياسي مقصدونو ترسره كولو له د دا ډول چالونو خپلوونكو په ضد هم دغسې مضبوط ولاړ پاتې كېږي او په خپلو صفونو كښې موجود دا عناصر په ګوته كولو سره به د دوئي په مخنيوي كښې د رياست ملګرتيا كوي٬ زه نن ټول ملت ته باور وركوم چې دښمن به هېڅکله د پاکستاني اولس حوصلې كمزورې نه كړي۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان لمخې وزيراعظم عمران خان د آرمي پبلك سكول پېښې 7 كلونو په بشپړ كېدو خپل پېغام كښې ووئيل دا ننۍ ورځ پاكستاني اولس ته دغه غمجنه پېښه يادوي كله چې بزدله شرخوښو عناصرو زمونږ د اولس په سباؤن ٬ تش لاسه كوچنيانو بريد كولو سره دوئي شهيد كړل۔ دا ننۍ ورځ د آرمي پبلك سكول د هغه مېړنو استاذانو ياد تازه كوي كومو چې د زده كوؤنكو بچ كولو له ځان پخپله دښمن ته مخامخ كولو سره د مضبوط دېوال په څير ودرېدل او خپل ځانونه ئې قربان كړل۔ وخت ثابته کړې چې ترهګري هېڅ مذهب او قوم نه لري، تر شا یې یو بزدلانه فکر وي چې د خپلو ناوړه سیاسي مقصدونو ترسره کولو لپاره تش لاسه کوچنیان هم كارولې شي۔ د آرمي پبلک سکول د شهيدانو قربانۍ به بې ځايه نه ځي ٬ له دې پېښې نه وروسته د پاکستان زړور ملت حوصلې كمزورې كېدو په ځائې د ترهګرۍ په ضد لا مضبوطې شوې٬ ټول ملت يو موټې شو او مونږ د نېشنل اېكشن پلان لمخې دښمنان په خپلو خپلو ځايونو كښې په نښه كړل۔ وزيراعظم ووئيل زه نن ټول ملت ته باور وركوم چې دښمن د پاكستاني اولس حوصلې هېڅكله هم كمزورې كولې نه شي۔ هغه ووئيل راځۍ چې په ګډه دا عزم وكړؤ چې ټول ملت به يو موټې كېدو سره د فرقه وارانه ٬ مذهبي او نسلي تعصب او تفرقه خپرونكو او د خپلو ناپاكه سياسي مقصدونو ترسره كولو له د دا ډول چالونو خپلوونكو په ضد هم دغسې مضبوط ولاړ پاتې كېږي او په خپلو صفونو كښې موجود دا عناصر په ګوته كولو سره به د دوئي په مخنيوي كښې د رياست ملګرتيا كوي۔ وزيراعظم د آرمي پبلك سكول شهيدانو لپاره د لوړو درجو او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم دعا وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د قائد اعظم فرمان دے “په نړۍ كښې داسې كوم قوت نشته كوم چې پاكستان ته زيان ورسولې شي”۔
دښمن ھېڅكله د پاكستاني اولس حوصلې كمزورې كولې نه شي٬ د وزيراعظم عمران خان د اے پي اېس پېښور پېښې په اړه پېغام
مضمون کا ماخذ : شمال کے ڈریگن