ميرپورخاص 11 نومبر (اے پي پي)صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي سي پي اېل سي غوندې ادارې د وګړو ترمېنځه كوټلو روابطو لپاره موثر كردار لوبوي٬ په سي پي اېل سي كښې يو شمېر ډلې په رضاكارانه توګه خدمات ترسره كوي٬ دا ھغه اداره ده چې د جرائمو او د خلقو د تاوان لپاره د تخښولوپه ضد كردار تر سره كوي، د نشه اي توكو لعنت زمونږ په ټولنه كښې تر خطرناك خپور شوے ٬ د كومې لاره نيولو لپاره چې اقداماتو ته اړتيا ده۔ په ميرپورخاص كښې د سي پي اېل سي پرانستې په موقع دستورې ته خپلې وېنا كښې صدر ډاکټر عارف علوي ووئيل نشه اي توكې زمونږ ټولنې ته زيان رسوي٬ ماشومان په ډرګز اموخته شي ، ټولنه وړومبۍ خبر شي او د كور خلقو ته وروستو معلومه شي۔ صدر ووئيل تاسو له به د دې مخنيوي لپاره هڅې كول وي دغسې چې د دې لعنت په لاره نيولو د ځوانانو سباون خوندي كړے شي۔ ده ووئيل د سندھ ګورنر ته به ليكم چې سکھر، نوابشاه او لاړکانه كښې هم ادارې جوړې كړي۔ ده ووئيل دلته پوهنتون جوړولو لپاره به هڅې كولې شي۔ صدر ووئيل د مصنوعي ذهانت د لارې په اولس كښې د مطلوب كس لټون يو آسان عمل دے، په داسېټيکنالوجۍ كارولو د تحقيق عمل لا آسان شوے
سي پي اېل سي غوندې ادارې د وګړو ترمېنځهكوټلو روابطو لپاره موثر كردار لوبوي، د نشه اي توكو خاتمې لپاره به هم اقدامات كول وي۔ د صدر ډاکټر عارف علوي د سي پي اېل سي پرانستې دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : شریر چڑیل