اسلام آباد 01 نومبر (اے پی پی) قامی اسمبلۍ كښ?? د بيلو ګوندونو سره تعلق لرونكو غړو وئيلي چې د نبی کریمﷺ حرمت مونږ ته د خپل ځان او مال څخه زيات عزیز دې او دا زمونږ د ایمان برخه ده٬ په اوسني صورتحال به د پوهې سره قابو موندلې شي٬ ب??يد مونږ په ګډه د معاملې حل كولو هڅه وكړو۔ د زيارت پھ ورځ قامی اسمبلۍ كښ?? د سپریم کورټ د پريكړې نه پس په رامخې ته شوې صورتحال بحث كښ?? برخه اخستلو سره د جماعت اسلامی د قامی اسمبلۍ غړي مولانا عبد الاکبر چترالی ووئيل د مذهب په نامه د وګړو جنګولو خبره سمه نه ده، د نبیﷺ په شان كښ?? ګستاخی کونكو له په هر دور كښ?? سزا وركړې شوي ، د نبیﷺ په شان كښ?? ګستاخی زغملې نه شو، هېواد كښ?? د امن صورتحال د ډاډ وړ نه دې، وزیراعظم د 22 کروړه اولس نمائنده دې، ب??يد وزیراعظم د پريكړې نه پس ایوان اعتماد كښ?? اخستلې ؤ كه هغه دا كار كړې ؤ دا صورتحال به نه وې۔ د بلوچستان عوامی ګوند پارلمانی لارښود خالد حسېن مګسی ووئيل امام الانبیاءﷺ په شان كښ?? ګستاخی څوك هم زغملې نه شي، ب??يد ځينې څيزونه د سیاست څخه بالاتر وې، ۔ د اېم کیو اېم غړي صابر حسېن قائمخانی ووئيل په ناموس رسالت ټول مسلمانان خپل ځان قرباني كولو له چمتو دي، په توهین رسالت د نبی کریم ﷺ په دور كښ?? د مرګ سزا وه۔ ریاض فتیانه ووئيل كه دا هېواد وې نو زمونږ سیاست به هم وي٬ ب??يد مونږ په يو بل د تورونو لګولو څخه ډډه وكړو۔ د توهین رسالت سزا مرګ دې۔ د مسلم لیګ (ن) د قامی اسمبلۍ غړي رانا ثناء الله ووئيل مونږ له به د اوسني صورتحال جاج اخستل وي، جون 2009ء كښ?? په آسیه بی بی پر د توهین رسالت مقدمه درج شوې وه او په 2010ء كښ?? هغې له د مرګ سزا اورولې شوې وه، 2014ء كښ?? هائی کورټ دغه پريكړهپه ځائې ساتلو پريكړه كړي۔اوس نهه كاله پس هغه خوشې كړې شوه۔ په دې مهال سلمان تاثیر قتل کړې شوې۔ ممتاز قادری پ?? سولۍ كړې شوې۔ په دې مهال جذبات راپار كړې شوي۔ كه په 2009ء كښ?? پريكړه شوې وې نو دومره جذبات به نه ؤ راپار شوې۔ ممتاز قادری د كوم هم ګوند سره تعلق نه لرلو۔
د نبی کریمﷺ حرمت مونږ ته د خپل ځان او مال څخه زيات عزیز دې او دا زمونږ د ایمان برخه ده
مضمون کا ماخذ : aplicativos de apostas loteria