اسلام آباد 07جولائي (اے پي پي)وزيراعظم شهبازشريف د پارلمان نه پس د پارلمان قائمه کمېټو كاروائۍ خپرولو په لړ كښې ضابطه كاروائۍ ترسره كولو لپاره د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف ته چيټۍ ليكلې ده٬ دې اقدام سره به د ګرد هېواد اولس په خاص توګه ځوانان د آئين٬ د خپلو حقونو٬ په جمهوري نظام كښې د پارلمان اهميت او كاركردګۍ نه خبر كړے شي۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري اعلاميې له مخې وزيراعظم خپله چيټۍ كښې د پخواني وزيراعظم نوازشريف په دور كښې د پارلمان پي ټي وي شروع كولو په صورت يو انقلابي قدم پورته كړے ٶ،د دې عمل دوېم پړاٶ دې زر رامخې ته شي كوم چې د تېرو واكمنو په څلور كلن دور كښې بند كړے شوے ٶ۔ ده ووئيل د پارلمان د لازمي او ډېرو مركزي برخو٬ قائمه كمېټو د غونډو كاروائي دې هم نېغ په نېغه وښودلې شي، په دې لړ دې مطلوبه حدود او مناسب طريقه كار وضع شي۔ وزيراعظم ووئيل پخواني سپيکر اياز صادق مريم اورنګزېب سره په ګډهپه ښه ډول د پارلمان كاروائي قام ته د رسولو سلسله پېل كړې وه او اولس٬ خبريالانو او د ژوند په نورو برخو د دې اقدام ډېره ډاډګيرنه شوې وه۔ وزيراعظم ووئيل د سياسي كاركن او د آئين تخليق كارنامه ترسره كونكې ګوند د مهمو مشرانو په توګه تاسو د آئين او پارلمان د اهميت نه ښه خبر ئې۔ ده مريم اورنګزېب ته امر وكړو چې د سپيكر په لارښوونه دا پړاٶ زر تر زره بشپړ كړئ۔ وزيراعظم خپلې چيټۍ كښې دا هيله څرګنده كړې چې زمونږ د ټولو دا هڅه به د پارلمان عزت زياتول وي چې ورسره به اولس په خاص توګه ځوانان د آئين٬ د خپلو حقونو٬ په جمهوري نظام كښې د پارلمان اهميت او كاركردګۍ نه خبر شي۔ وزيراعظم امر وكړٶ چې د اطلاعات وزارت دې د قامي اسمبلۍ سپيكر په اشتراك سره د منصوبې په دوېم پړاٶ په هنګامي توګه عملدرآمد باوري كړي
وزيراعظم شهبازشريف د پارلمان قائمه کمېټو كاروائۍ خپرولو لپاره سپيكر ته چيټۍ وليكله
مضمون کا ماخذ : جیتنے والی لاٹری