اسلام آباد 14 اپريل (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شيخ رشيد احمد وئيلي دي تحريك لبيك پاکستان (ټي ايل پي) مظاهرچيانو موټروے او د جي ټي روډ په بندولو هېواد كښې اړے ګړے خپرول غوښتل،هغوي په سوشل ميډيا هم غلطي خبري كوي،كه پوليس او رينجر نه وو نو هغوي به هېواد يرغمال كړے ؤ ځكه په ټي ايل د بنديز لګولو پريكړه شوې ، نن تر زيارت ورځ به ټولي چاري سمي شي او هر څه به پرانستلې شي، اپوزيشن سره د تنقيد نه علاوه نور څه نه شته، وزيراعظم عمران خان د هېواد پرمختګ ، د معيشت ښه والي او په ګرانۍ قابو موندلو له شپه ورځ هڅ كوي۔د شورو په ورځ يو نجي ټي وي سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل پاکستان ته د دننه څخه زيان رسول د مخالفينو تږ لاره ده ،هېواد دښمنه عناصر د پاکستان پرمختګ نه شي زغملے،مونږ نه غواړو چې هېواد كښې اړے ګړے راپيدا شي او هېواد كښې يو ځل بيا ترهه ګري پيل شي، د شر خوښو او انتها خوښو مخنيوي به كولې شي۔ شيخ رشيد احمد ووئيل مونږ سره استخباراتي رپورټ ؤ چې مظاهرچيانو د حالاتو خرابولو تياري كړې وې ،هغوي د موټروے او جي ټي روډ په بندولو هېواد يرغمالول غوښتل ځكه په ټي ايل د بنديز لګولو پريكړه ضروري شوې وه۔ده ووئيل کراچۍ او فيصل آباد كښې لا مسئلي شته پاتي هر څه پرانستلې شوي، نن تر زيارت ورځ به هر څه سم شي۔ د يوي پوښتني په ځواب ده ووئيل ن ليګ سره په ميډيا د لوبو كولو نه علاوه نور څه نشته، وزيراعظم عمران خان د پنجاب وزيراعليٰ سردار عثمان بزدار سره ولاړ دے او هغه به پنجاب وزيراعليٰ وي۔د يوي پوښتني په ځواب ده ووئيل حالات به ښه شي ،شهباز شريف به د خبرو اترو پلو او انتخابي اصلاحات پلو لاړ شي
اپوزيشن د تنقيد نه علاوه بل كار نه لري، وزيراعظم عمران خان د هېواد پرمختګ ، معيشت ښه كولو او په ګرانۍ قابو موندلو له شپه ورځ هڅي كوي، د كورنيو چارو وفاقي وزير شيخ رشيد احمد
مضمون کا ماخذ : raspadinha resultados