د هېواد مسئلو حل لپاره معنی لرونكو خبرو اترو او د پارليمان اتفاق ته اړتيا ده ٬د پولرائزېشن څخه يو خوا د اوسني دور سياست پلو تلل د هېواد ضرورت دے ۔د صدر آصف علي زرداري د پارليمان شريكې غونډې ته وينا


اسلام آباد 18اپریل (اے پي پي)صدر آصف علي زرداري وئېلي دي د هېواد مسئلو حل لپاره معنی لرونكو خبرو اترو او د پارليمان اتفاق ته اړتيا ده٬د اخلاقي او سياسي سرمايه په سوب هېواد د مسئلو څخه ويستلے كېدے شي٬راځۍ چې د يو څوكاله پاكستان لپاره د مرستې او اتفاق د سياسي اصولو عملي څرګندونه وكړو٬زه په سياسي قيادت٬ادارو٬سول سوسائټۍ او د ځوانانو په صلاحيت باور لرم٬د پولرائزېشن څخه يو خوا د اوسني دور سياست پلو وړاندې تلل د هېواد حاجت دے٬په دې ايوان اولسي باور بحالولو له په زړه پورې كردار ترسره كول وي۔ده د زيارت په ورځ د پارليمان شريكې غونډې ته وينا كوله۔د پارليمان شريكې غونډې مشري د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق كوله۔دغسې د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني هم موجود ؤ ۔په خپل خطاب كښې صدر مملكت آصف علي زرداري ووئيل د وړومبي پارليماني كال په پیل ټولو قدر منو غړو له په ټاكنو د زړه نه مباركي وركوم۔وزيراعظم٬وفاقي او صوبائي حكومتونو له په ټاكنو كښې په كاميابۍ او ذمه وارو سنبهالولو مباركي وركوم۔ده ووئيل په باور كولو٬په دوهم ځل د صدر په ټاكلو د پارليمان غړو او د صوبائي اسمبلو مننه كوم۔نن د پارليماني كال په پېل د سباؤن لپاره ويژن وړاندې كوم۔ده ووئيل په ماضي كښې ما د صدر په حېث مهمې پريكړې كړي ۔د صدر په حېث ما پارليمان له اختيارات وركړي٬نن زمونږ هېواد ته د زيركتيا ښودلو ضرورت دے۔هيله لرم چې پارليماني غړې به د اختيارات په ښه ډول كارلو باوري كړي۔صدر مملكت آصف علي زرداري ووئيل ټولو وګړو او صوبو سره د قانون له مخې بايد يو ډول سلوك وكړے شي۔زما دا رائے ده چې نن د يو نوي باب د پرانستلو وخت دے٬بايد ننۍ ورځې ته د يو نوې شروعات په توګه اوګورو٬په خپلو وګړو سرمايه كاري كولو٬اولسي حاجتونه پوره كولو ته به پام لرنه كول وي۔ده ووئيل مونږ له به خپل وسائل كارولو سره د كوټلي پرمختګ لارې لټول وي۔زمونږ سره د ضائع كولو لپاره وخت نشته۔ده ووئيل د دې ايوان د لارې بايد د قام د پرمختګ بنياد كېښودلې شي۔صدر مملكت آصف علي زرداري ووئيل مونږ ټولو له به پريكړه كول وي چې د هېواد لپاره تر ټولو ضروري څه څيز دے٬ستونزې په موقعو بدلول زمونږ د ټولو ذمه واري ده٬ قامونه ستونزې په موقعو بدلوي۔ده ووئيل قائداعظم٬شهيد ذوالفقار علي بهټو او شهيده بېنظيربهټو د جمهوريت٬روادارۍ او سماجي انصاف علمبردار وو۔د مشرانو وژن خپلولو سره هېواد د پیښو چېلنجونو څخه ويستلے كېدے شي۔د مشرانو د وژن له مخې شريك احترام٬د سياسي ګټې فضاﺀ له وده وركړی كېدې شي۔آصف علي زرداري ووئيل هېواد ته په پیښو چېلنجونو قابو موندل ناممكن نه دي۔د هېواد د مسئلو حل لپاره معنی لرونكو خبرو اترو او پارليماني اتفاق ته اړتيا ده۔بنيادي مسئلو حل كولو له په زړه پورې اصلاحات باوري كول وي۔ده ووئيل هېواد بايد د 21مې پېړۍ د تقاضو له مخې مخ په وړاندې بوتللے شي٬سياسي قيادت له به د پسمانده سيمو خاص ضروريات ته پام كول وي۔حكومت دې د نوكرو پیدا كولو ٬ ګرانۍ كمولو٬ټيكس نيټ پراخه كولو لپاره معاشي اصلاحات وكړي۔صدر مملكت ووئيل د آئيني فريم ورك له مخې د وفاق او صوبو ترمينځه مثبت مرستې او همغږۍ ته اړتيا ده۔اولسي ښېګړې لپاره د وفاقي نظام بشپړ صلاحيت بايد وكارولې شي۔صدر مملكت ووئيل د معيشت بحالۍ لپاره به ټولو له خپله برخه اچول وي۔بايد غېر ملكي سرمايه كاري راوړل زمونږ بنيادي مقصد وي٬حكومت كاروباري ماحول ښه كولو له نړيوالو منډيانو كښې د مصنوعات قدر زيات كړي۔ ده ووئېل مونږ له به د نوو منډيانو لټولو لپاره هڅې تندول وي۔ده ووئيل پاكستان د موسمي بدلونونو اثرات او په خاص توګه د 2022 د سېلاب تباهۍ سره مخ شوے۔د موسمي بدلون زياتو شوو خطرو كمولو لپاره به ماحول دوست او په موسمياتي توګه كوټلې انفراسټركچر كښې سرمايه كاري كول وي۔د ماحول دوست توان سره به د اقتصادي پرمختګ موقعې راپېدا شي٬دې سره به توان ارزان شي۔ده ووئيل پرائمري او سيكنډري تعليم وركول يو بنيادي حق دے٬د د تعليم په څانګه كښې په موجوده صورتحال به ټولو حكومتونو له د سنجيدګۍ څرګندونه كول وي۔پرائمري او سيكنډري تعليم تر رسنه ښه كولو سره سره به تعليمي څانګه كښې معيار ته پام لرنه كول وي۔صدر مملكت ووئيل د صحت په څانګه بيا د سره غور كولو ته اړتيا ده۔پرائمري او سيكنډري صحت په بنيادي ډهانچه او په انساني وسائلو به سرمايه كاري كول وي۔ټولو وګړو له به د صحت معياري خذمات ته رسنه باوري كول وي۔د آمدن بحران او د غذائي تحفظ نه لرلو ځينې وجوهات شته ۔زمونږ د آبادۍ لويه برخه غريبۍ سره مخ ده٬د ماحولياتي بدلون په وجه د اولس په آمدن او اثاثو منفي اثرات مرتب شوي۔د ژوند ضروريات له د زياتو شوو بيعو په وجه په كورنيو فشار زيات شوے۔وګړو لپاره به د نوكرو موقعې راپېدا كول وي۔اولس له به زراعت٬څاروو او كوچني كاروبار كښې سرمايه كارۍ لپاره تر وسائلو رسنه وركول وي۔ده ووئيل د ټولنې لاندې طبقو تحفظ٬خپلواكۍ لپاره په كار كولو او سياسي پس منظر سره په تعلق لرلو وياړ لرم۔شهيدې بينظير بهټو د مېرمنو د حقونو لپاره كار كړے۔شهيدې بينظير بهټو عمر له د پاكستان معاشي او په سماجي توكه كمزورو طبقو حقونو لپاره كار كړے۔زه وياړ لرم چې بنظيرانكم سپورټ پروګرام په ټول هېواد كښې د ګڼو مېرمنو مرسته كوي۔صدر مملكت ووئيل په دې خوشحاله يم چې د غريبۍ ختمولو پروګرام څخه استفاده كوونكو شمېره 90 لكه څخه زياته شوې٬هيله لرم چې نوے حكومت به سماجي او معاشي تحفظ لپاره په فعاله توګه كار وكړي٬د جينكو تعليم ودې او د صحت او د مور بچي غذائيت٬د مرګ شرح كمولو لپاره به كار كول وي۔ده ووئيل ترهه ګري يو ځل بيا پېل كېدونكې ده٬د ترهه ګرۍ له امله زمونږ قامي سلامتيا٬سيمه ايز امن او څوكالۍ ته خطر دے۔پاكستان ترهه ګري يو شريك خطر ګڼي٬د ترهه ګرۍ مخ نيوي لپاره په ګډه هلو ځلو ته اړتيا ده۔ده ووئيل د ګاؤندي هېوادونو څخه د ترهه ګرو ډلو په ضد په سختۍ سره د نوټس اغستلو هيله لرو٬ترهه ګر زمونږ په امنيتي ځواكونو او د اولس په ضد بريدونو كښې ككړ دي۔د ترهه ګرو ختمولو لپاره د قامي عزم پخلے كوم٬شهيدې بېنظيربهټو د ترهه ګرۍ په مقابله كولو كښې د خپل ځان قرباني وركړې٬زمونږ وسله والو ځواكونو او قانون نافذ كوونكو ادارو لويې قربانۍ وركړي۔ده ووئيل په سخت وخت كښې د پاكستان په ملګرتيا كولو د دوست هېوادونو او په خاص توګه د سعودي عرب٬د متحده عرب امارات٬د چين٬تركيې او د قطر مننه كوم۔امريكا٬اروپائي ائتلاف او برتانيه زمونږ تجارتي ملګري دي٬هيله لرو امريكا٬اروپائي ائتلاف او د برتانيې سره مرسته به زياته شي او په بېلو څانګو كښې د پاكستان په پرله پسې ملاتړ كولو د چين مننه كوو۔ده ووئيل مونږ به دښمنانو له مهمې پروژې خطر سره د مخ كولو او د دواړو هېوادونو ترمينځه د قوي اړيكو كمزورو كولو اجازه ورنه كړو۔د چينائي وګړو امنيت باوري كولو له به ټول ضروري اقدامات كوو۔ده ووئيل د نړۍ پام د جمو او كشمير آزادۍ لپاره په هلو ځلو كښې د كشميريانو قربانيو پلو راګرځول غواړم۔آرټيكل 370 او 35 اے منسوخ كول د كشميري مسلمانانو په خپل هېواد كښې په اقليت بدلول د هند د تګلارې برخه ده۔پاكستان د هند يو اړخيزه اقدامات مسترد كوي٬هند څخه غوښتنه كوو چې د 5 اګست 2019 او د دې نه پس ټول غېر قانوني اقدامات بېرته واخلي٬د خپلواكۍ حق تر ترلاسه كولو به پاكستان د كشميريانو اخلاقي٬سياسي او سفارتي مرسته روانه ساتي۔ ده ووئېل د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو له مخې دې شخړه حل كړې شي۔صدر مملكت ووئيل پاكستان د بې ګناه فلسطينيانو په قتل او د اسرائيلي ځواكونو د اړخه په لويه توګه په نسل كشۍ تشويش لري۔پاكستان د قابضو اسرائيلي عسكرو د بربريت غندنه كوي۔

متعلقہ مضامین

سلاٹس پر مفت اسپن کو کیسے متحرک کریں۔_سلاٹ بونس گیمز_علامتیں_آٹو پلے سلاٹ گیمز_فون سلاٹ گیمز کے ذریعے ادائیگی کریں۔ سلاٹ گیمز کے ساتھ کیسینو_آن لائن کیسینو سلاٹ مشینیں۔_عملی پلے سلاٹس_آٹو پلے سلاٹ گیمز_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں بہترین فطرت پر مبنی سلاٹس_سلاٹ مشین ایپس_Novomatic Slot Machines_افسانوی مخلوق سلاٹ مشینیں_سلاٹ مشین کے جائزے اور درجہ بندی پاکستان کے لیے ٹاپ اردو سلاٹ ایپس_آٹو پلے کی خصوصیات کے ساتھ بہترین سلاٹس_سب سے بڑے سلاٹ جیک پاٹس_مائیکرو گیمنگ سلاٹس_ویڈیو سلاٹس پر جیتنے کا طریقہ NetEnt Slot Games_iOS آلات پر سلاٹ گیمز کھیلیں_فوری جیت کے ساتھ سلاٹس_بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹ مشین_سلاٹ گیمز اسلام آباد میں مقبول ہیں۔ نیٹلر سلاٹس_پاکستان میں موبائل کے لیے مفت سلاٹ گیمز_پاکستان کے لیے آن لائن سلاٹس_گولیاں کے لیے مفت سلاٹ گیمز_ٹاپ ریٹیڈ سلاٹ ایپس بڑے جیک پاٹس کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_فوری کھیلنے کے اختیارات کے ساتھ سلاٹ گیمز_اردو میں کیسینو سلاٹس_پاکستانی کھلاڑیوں کے لیے آن لائن سلاٹ ٹورنامنٹ_ٹاپ سلاٹ گیم فورمز ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پلےٹیک سلاٹس_سلاٹ مشین_سلاٹ مشین کی ادائیگیوں کو محفوظ بنائیں_آئی فون پر سلاٹ گیمز ہائی لمیٹ سلاٹ مشینیں۔_سمندری ڈاکو سلاٹ مشینیں۔_فوری جیت سلاٹ مشینیں_کیسینو سلاٹ گیمز فیڈ بیک_ایک سے زیادہ بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس