اسلام آباد 30 جون (اے پي پي) د هېواد د برامداتو په حجم كښې د روان مالي كال په مهال په يوولس مياشتو كښې د پاكستانې كرنسې په لحاظ 40 فيصده اضافه شوې ده. د هېواد د برآمداتو حجم د 50 كهربه 66 اربه روپو نه زيات شوے. د پاكستان د شمارياتو ادارې له مخې د جون په 30مه نېټه كال 2022م ختمېدونكي مالي كال كښې د جولائي نه تر مئي كال 22-2021م په برآمداتو كښې 40.12 فيصد اضافه شوې ده، په دې موده كښې د هېواد د برآمداتو حجم د 50 كهربه 66 اربه روپو نه زيات شوے. د رپورټ له مخې د مئي كال 2021م په مقابله كښې په مئي كال 2022م كښې په قومي برآمداتو كښې 100.49 فيصد اضافه شوې ده.
مضمون کا ماخذ : لاٹری کا انعام کیسے حاصل کریں