اسلام آباد 31 مئي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير او د نېشنل کمانډ اينډ کنټرول سينټر مشر اسد عمر وئيلي دي چې پاکستان كښې کورونا کيسونو مثبت شرح 10 فيصده ته رسيدلي وه،خو اوس کيسونو مثبت شرح 4 فيصد ته راغلې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ ميډيا بريفنګ په مهال وكړه۔ده ووئيل کورونا صورتحال له امله حکومت سختي پريكړي كړي۔سختو پريكړو له امله کورونا کيسونو كښې كمې راغلي۔اسد عمر ووئيل پاکستان كښې تر اوسه 70 لكهه څخه زيات ويکسينېشن شوي۔اولس ته خواست كوو ويکسين ولګوئ۔ کورونا څخه بچ كيدو يواځنۍ لاره ويکسينېشن ده۔وفاقي وزير ووئيل پاکستان كښې کورونا ويکسين لګولو سلسله تندۍ سره روانه ده۔ تيره ورځ تر ټولو زيات 3 لکهه ويکسين لګولې شوي۔ ويکسين په اړه صوبائي حکومتونو سره رابطه كښې يو۔ده ووئيل ټولو پاكستانيانو لپاره وفاقي حکومت ويړيا ويکسين وركوي۔ ويکسين اولس ته ورسولو لپاره به د بشپړه خبرتيا كمپائن چلولې شي۔اسد عمر ووئيل غواړو چې د لوئ آختر څخه وړاندي داسې صورتحال ته ورسو چې بنديزونو لګولو ته حاجت پېښ نه شي۔سږ كال تر آخر 7 کروړه وګړو ته ويكسين لګول غواړو۔د اين سي او سي مشر اسد عمر ووئيل د ګاونډي هېوادونو په نسبت پاکستان كښې زيان كم شوي۔ده ووئيل جون او جولائي كښې به دوه كروړه وګړو ته ويكسين لګولې شي۔اسدعمر ووئيل د روژي په آخري لسيزو کورونا زياته نه ده خپره شوي ، دسمبر 2021 نزدې 7 کروړه كسانو ته د ويکسين لګولو هدف دې،70 لکهه څخه زيات ويکسي نېشن شوي، سندھ كښې كورونا تندۍ سره خپريږي۔ده ووئيل د لوے څښتن شكر دې چې د هند پھ شان صورتحال سره مخ نه يو ، کورونا ويکسي نېشن مرکزونو شميره زياته كړې شوي، 20 لکهه استاذانو ته به تر 10جون ويکسين ولګولې شي،جون كښې به يو كروړ څخه زيات ويكسين راشي۔ اسد عمر ووئيل جون او جولائي كښې به دوه كروړه ويكسين ترلاسه وي،کورونا خپريدو شرح 10 نه تر 4 فيصده ته راغلي۔ده ووئيل صدر مملکت به د رواني اوونۍ په مهال علمائے کرام سره ملاقات کوي،علمائے کرام د لاري وګړو ته به د ويکسين لګولو وئيلي شي
پاکستان كښې د کورونا کيسز مثبت شرح 4 فيصده ته راغلي،70 لكهه څخه زيات ويکسينېشن شوي، د وفاقي وزير او د نېشنل کمانډ اينډ کنټرول سينټر اسد عمر ميډيا بريفنګ
مضمون کا ماخذ : ڈوپلا سینا