اسلام آباد 08 اپريل (اے پي پي)د پاكستان مسلم ليګ(ن)صدر او د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف وئېلي دي چې عمران خان دې د آئين له مخې د عدم اعتماد مقابله وكړي د دې ځواب به په پارليمان كښې د ووټنګ په شكل كښې وركولې شي۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم عمران خان قوم ته د خطاب نه پس په ردعمل اډانه خپل بيان كښې ده ووئيل چې عمران خان دې خط اولس ته وښائي٬په پارليمان٬آئين٬عدالت بريدونه درست طرز عمل نه دې۔عمران خان د عدم اعتماد تحريك د كاميابۍ اعلان كړې۔ده وئيل چې سپريم كورټ ټول شواهد كتلو نه پس د ډپټي سپيكر رولنګ غېر آئيني ګرځولو سره كالعدم كړې٬په پارليمان٬عدالت٬حكومت٬سياست كښې هغه ته ماتې ترلاسه شوي۔اتحاديان او اولس د هغه نور بوج پورته كولو ته تيار نه دي۔
مضمون کا ماخذ : سمندری ڈاکو گولڈ