اسلام آباد 21 اپريل (اے پي پي) پاكستان كښې د جاپان سفير واډا مِټسو هيرو د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو سره د هغه په دفتر كښې ملاقات كړے۔د جاؤان سفير د پاك فضائيه پيشه وره پوهه او د پي اے ايف د اړخه په تيرو كلونو كښې او په خاص توګه د خود انحصارۍ په ميدان كښې شوې غير معمولي پيشرفت وستائلو۔ د پاك فضائيه وياند له مخې ايئر چيف ووئيل دواړه هېوادونه خپلو كښې ښې اړيكې لري۔ده د دواړو هېوادونو فضائي پوځ ترمينځه موجوده دوه اړخيزه اړيكو ته وده وركولو له د عزم پخلے هم وكړو۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو او په پېشه وره چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔
مضمون کا ماخذ : را کی کتاب