بجټ كښې په صاحب ثروت كسانو د ټيكسونو څه نه څه بوجھ، كم آمدن لرونكې كسانو له ريليف وركولو لپاره اقدامات شوې دي،د خزانې وزير مفتاح اسماعيل د وفاقي وزيرانو سره پوسټ بجټ پرېس كنفرنس


اسلام آباد 11جون (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وئيلي دي چې نړيوال او د هېواد د حالاتو په تناظر كښې مشكل حالات كښې نوې مالي كال لپاره متوازن بجټ وړاندې كړې شوې دې چې پكښې عام وګړي له ريليف وركولو ته پام لرنه شوې ده،وړومبې هدف مالياتي استحكام او دويم غريب اولس له ريليف وركول دي، پاكستان يو وقار لرونكې هېواد دې او مونږ له به خپل معيشت سنبھالول وي،د داسې سياست هيڅ ګټه نشته چې ورسره هېواد په زيان كښې وي،مونږ د هېواد په ګټه مشكل پريكړې كړې دي او كولې به شي،د يو لكهه نه تر دوه لكهه روپو د مياشتي آمدن لرونكو وګړو د ټيكس شرح كمه شوې، زيات آمدن لرونكو وګړو لپاره د ټيكس شرح زياته شوې ده، 25 لكهه نزدې دكانداران د ټيكس نيټ كښې راوستلو پريكړه شوې ده او دې لپاره د فكسډ ټيكس شرح مقرر كړې شوې ده، يوټيليټي سټورز به ټول كال اوړه ،غوړي او چيني په رعايتي بيعه ترلاسه وي، زرعي پيداوار او برآمدات كښې اضافه د حكومت په ترجيحات كښې شامل ده، بجټ اقدامات د لارې پاكستان د كوټلي نمو په لاره روانولو هڅه شوې ده۔د خالي په ورځ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيري مرېم اورنګزيب، وزير مملكت ډاكټر عائشه غوث پاشا، چيئرمېن اېف بي آر او سيكرټري خزانه سره پوسټ بجټ پرېس كنفرنس ته د خزانې وزير مفتاح اسماعيل وئيلي دي چې پاكستان دا مهال مشكل دور څخه تيريږي، داسې حالت مو چرې نه ؤ ےليدلې،د برېښنا او ګاز څانګي د 2400 او 1500 اربه روپۍ ګرځنده قرضو سره مخ دي، د برېښنا په لړ كښې 1100 اربه روپۍ څخه زياته سبسډي وركړې شوي،مونږ له به دا مسئلې حل كول وي او بد انتظامي ختمولو سره به د برېښنا او ګاز څانګو زيان كمول وي،كه دا مسئلې حل نه كړې شوي نو معيشت به دومره لوئ بوجھ ونه زغمي، د خزانې وزير وئيلي دي چې پاكستان يو وقار لرونكې هېواد دې،مونږ له به خپل معيشت سنبھالول وي،د برېښنا ټرانسميشن لائنز كښې خرابۍ او د بل وصوليو كښې مسئلو سره مخ يو، د خزانې وزير وئيل چې سږ كال په ګاز 400 اربه روپۍ سبسډي وركړې شوې ده،يواځي په اېس اين جي پي ايل كښې 200 اربه روپۍ زيان شوې دې، پخواني حكومت د برېښنا او ګاز څانګو كښې د مسئلو حل كولو هڅه نه ده كړي، ايل اين جي په وخت نه اخستلو سره ستونزو سره مخ شوې يو چې په نتيجه كښې ئې په لوډ شيډنګ كښې هم اضافه شوې، د خزانې وزير ووئيل چې د مسئلو باوجود د ګاز كمي په وجه كومه هم كارخانه نه ده بنده كړې شوي۔ د خزانې وزير ووئيل چې د برېښنا او ګاز څانګه كښې زرتلافي وركولو مطلب خپل ځان له سبسډي وركول دي، حكومت د پټروليم مصنوعات بيعه چې كله زياته كړه نو هڅه شوې چې 40 زره څخه ك م كم آمدن لرونكو له 2 زره روپۍ د مياشتې په حساب سره سبسډي وركړې شي۔مونږ له به په انتظامي توګه هېواد سمول وي كه داسې ونه شوه نو زمونږ معيشت ته به زيان رسي، پاكستان يو جوهري هېواد دې او مونږ له به دا سمول وي،داسې خرڅونه نه شو كولې د كومو چې مونږ متحمل كيدې نه شو، د داسې سياست څه ګټه چې هېواد ته ورسره زيان رسي، مونږ د هېواد په ګټه كښې مشكل پريكړې كړي او كولې به شي۔ د خزانې وزير ووئيل چې بجټ كښې په صاحب ثروت كسانو د ټيكسونو څه نه څه بوجھ اچولو هڅه شوي،د دې برعكس عام پاكستانيانو او كم آمدن لرونكو كسانو له د محدود وسائل سره ريليف وركولو لپاره اقدامات شوې دي۔ د خزانې وزير وئيلي دي چې سږ كال بجټ كښې 4900 اربه روپۍ خساره ده، عمران خان د هېواد د تاريخ څلور لوئ خسارې كړي۔ لياقت علي خان نه تر ناصر الملك څومره هم وزير اعظمان چې تير شوې دي هغوې په ګډه دومره قرض نه دې اخستې د هغې 80 فيصده عمران خان په څلورو كلونو كښې اخستې دې۔مونږ له روان مالي كال كښې 3950 اربه روپۍ قرضو وركول وي دغسې په كال 2018ء كښې مونږ چې حكومت پرېښودلو نو هغه كال بهرني قرض په لړ كښې 1499 اربه روپۍ وركول وو۔ د خزانې وزير وئيلي دي چې د وفاق وسائل محدود دي، سږ كال د ټيكسونو هدف 7004 اربه روپۍ مقرر كړې شوې دې كښې به 4 زره اربه روپۍ صوبو ته لاړي شي، وفاقي حكومت سبسډيز نه علاوه ګلګت بلتستان، آزاد كشمير او د هېواد كم پرمختلليو سيمو كښې پرمختيائي پروژو او اولسي ښېګړې لپاره هم فنډز وركوي۔ده ووئيل چې زمونږ زياتره مسئلې د بد انتظامۍ په و جه پيدا كېږي كومې به چې مونږ له ختمول وي ،سږ كال نان ټيكس ريونيو هدف 2000 اربه روپۍ دې، ده ووئيل چې وفاقي حكومت په خرڅونو كښې درې فيصده كمي كړې،دې نه ځانله سبسډيز كښې هم كمې شوې دې او هڅه شوې چې په هدف اډانه سبسډيز وركړې شي۔ د خزانې وزير وئيلي دي چې بے نظير انكم سپورټ پروګرام بجټ 100 اربه روپۍ زيات كړې شوې دې۔دا مهال نړۍ كښې د ګرانۍ كچه زياته ده د كومې اثرات چې په هېواد مرتب شوې، په دې تناظر كښې هڅه شوې چې په مالداره كسانو زيات بوجھ واچولې شي،دا مهال نړيواله منډۍ كښې د پام آئل بيعه 1700 ډالره يو ټن ده، وزيراعظم تيره ورځ د انډونيزيا صدر سره خبره كړې ده، د صنعت او پيداوار وزير د انډونيزيا دوره كوي دغسې چې د خوراك تيل رسد سم كړې شي۔ ده ووئيل چې حكومت نوې مالي كال بجټ كښې په تيل لرونكې تخمونو ځينې مراعات وركړې دي۔دې مقصد لپاره 20 اربه روپۍ پيكج وركړې شوې، حكومت تيل لرونكي تخمونو د هېواد په كچه پيداوار زياتولو له ګامونه پورته كوي او هيله لرو چې مونږ به تر يو ارب ډالر آئل سيډز پخپله پيدا كړو۔ د خزانې وزير وئيلي دي چې مونږ د هېواد په ګټه مشكل پريكړې كړې دي او كولې به شي،د يو لكهه نه تر دوه لكهه روپو د مياشتي آمدن لرونكو وګړو د ټيكس شرح كمه شوې، زيات آمدن لرونكو وګړو لپاره د ټيكس شرح زياته شوې ده، 25 لكهه نزدې دكانداران د ټيكس نيټ كښې راوستلو پريكړه شوې ده،په بجټ د بحث په مهال د غړو رايو سره به ځينې اقدامات كښې معمولي بدلون كولې شي او كوم كمې چې دې د هغې د پوره كولو هڅه به كولې شي۔ د خزانې وزير وئيلي دي چې ټيكس غلا مخنيوي لپاره به ګامونه پورته كولې شي ، 30 اربه نزدې په ټيكس ليكجز د قابو موندلو هڅه به كولې شي۔ د اېف بي آر چيئرمېن عاصم احمد په دې موقع ووئيل ټيكس غلو مخنيوي لپاره اېف بي آر د ټيكنالوجي استعمال كوي د دې د كار دائره به پراخه كولې شي۔ ټريك اينډ ټريس نظام د كار دائره كښې به هم پراختيا كولې شي۔ د خزانې وزير وئيلي دي چې حكومت بچت او كفايت شعارۍ لپاره اقدامات كوي، نوې مالي كال وفاقي بجټ كښې بد وفاقي حكومت خرڅونه كم كړې شوي،دغسې بيلو وزارتونو او ډويژنو خرڅونه هم كمم كړې شوي۔ د خزانې وزير وئيلي دي چې تنخاګانو او پنشن كښې زياتوالي سره به 200 اربه روپۍ بوجھ راځي د دې لپاره به وسائل وركولې شي۔په دې موقع سيكرټري خزانه ووئيل تنخاګانو كښې د 15 فيصده زياتوالي اطلاق به د 2017 ء په بنيادي تنخاګانو سكيل وي۔ بجټ دستاويزات حقيقي دې او په دې كښې څه خبره پټ پناه نشته۔ د خزانې وزير د يوې پوښتنې په ځواب ووئيل نوې ټيكس اقدامات حجم 440 اربه روپۍ دې ، افراط زر په اړه اهداف ترلاسه كولو هڅه به كولې شي، كوم بينك او مالياتي ادارې چې كروندګرو ، كوچني سوداګرو ،كاروباريانو ، ميرمنو او ځوانانو له قرضې وركوي په هغه بينكونو به د ټيكسونو شرح كمه وي۔ نجكارۍ په اړه د يوې پوښتنې په ځواب د خزانې وزير وئيلي دي چې 10 نه تر 12 لوئي سركاري كاروباري ادارے دي چې پكښې 2 ګاز او 8 برېښنا ډسټري بيوشن كمپنۍ دي، دغه ادارو بجكاري به كولې شي، په دې اړه بايد ښه منصوبه بندي وكړې شي او حكومت به په دې اړه كردار ترسره كوي۔ د خزانې وزير وئيلي دي چې اي او بي آئي مسئلې به حل كولې شي،پخواني ضم شوې ضلعو به كوم نوې ټيكس نه شي لګولې، تير حكومت په كال 2018ء كښې په پخواني فاټا ټيكس لګولې ؤ خو شوكت ترين په 2021ء كښې هغه ختم كړې ؤ۔ د خزانې وزير وئيلي دي چې هغوې ته دې پام لرنه كوله چې د پخواني حكومت په ضد مقدمې جوړي كړي، عمران خان او د هغه ډله نا اهل وه او ډير كسان په دې خوردبرد كښې ككړ وو، رنګ روډ، غنم او چيني په كمه بيعه برآمد او په ګرانه بيعه درآمد، توشه خانے ډالۍ خرڅولو پشمول ځينې كيسونه دي ٬ كه ما د خ زاني وزير په حيثيت سره كار پرېښودلو او د هغوې په ضد مو كار پيل كړو نو زما كار به څوك كوي۔د يوې پوښتنې په ځواب د د خزانې وزير وئيلي دي چې نواز شريف 9٬ 10 كاله وزيراعظم پاتې شوې، نواز شريف چې په دغه موده كښې څومره قرضه اخستي عمران خان د هغې څخه زياته اخستي۔ ده ووئيل چې نړيوال او د هېواد د حالاتو په تناظر كښې مشكل صورتحال سره مخ يو خو زمونږ وړومبې هدف مالياتي استحكام او دويم غريب اولس له ريليف وركول دي،د آرزان پټرول او ډيزل سكيم ترمخه كم آمدن لرونكو له د مياشتې 2000 روپۍ معاونت وركړې كېږي۔ بے نظير انكم سپورټ پروګرام څخه استفاده كونكو ته به دا روپۍ ترلاسه كېږي دې نه ځانله سروے كښې چې څومره كسانو نامې شامل دي هغوي په 786 شناختي كارډ لمبر لېږلو سره دې مياشتې څخه د دې معاونت څخه مستفيد كيدې شي۔ دې نه علاوه په علاوه يوټيليټي سټورز به ټول كال آرزان اوړه او چينې وركولې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب د خزانې وزير وئيلي دي چې اېف بي آر د مقدمو او تنازعات حل كولو لپاره اے ډي آر سي نظام وضع كړې دې۔د خزانې وزير وئيلي دي چې وزيراعظم اين ايف سي غونډې سپارښتنه كړې،دا حقيقت دې چې ضم شوې ضلعو له امله خېبر پښتونخوا آبادي زياته شوې خو په دې خبره افسوس دې چې قومي اقتصادي كونسل په غونډه كښې وزيراعليٰ محمود خان ګډون نه كوي، بايد هغه په غونډه كښې ګډون كړې وي۔ د خزانې وزير وئيلي دي چې د هېواد 37 فيصد وګړو آمدن 35 نه تر 40 زره روپۍ دې، وزيراعظم د اولسي ستونزو څخه خبر دې ٬ هغه په حقيقت كښې د غريب اولس سوچ كوي، ده ووئيل چې پخواني حكومت د برېښنا په درې پيداواري پلانټس كوم پيش رفت نه دې كړې او نه ئې هغې له روپۍ وركړې دي كه دغه پلانټس چليدلې نو نن به دا لوډ شيډنګ نه وې۔ ده ووئيل چې وفاقي بجټ كښې حكومت زراعت او زرعي پيداوار له ترقي وركولو ته خاص پام لرنه كړي۔دې نه علاوه برآمدات هم زيات كړې كېږي۔ بجټ كښې ټول هېواد كښې د تعمير او پرمختګ پروژې شامل كړې شوي ځكه چې دې سره د روزګار موقعې زياتيږي۔د خزاني وزير مملكت ډاكټر عائشه غوث پاشا په دې موقع ووئيل حكومت مشكل حالات كښې متوازن بجټ وړاندې كړې، بجټ كښې بيلو څانګو كښې اصلاحات لپاره اقدامات شوې د كوم بنيادي مقصد چې پاكستان د كوټلي نمو په لاره روانول دي، حكومت هڅه كړې چې مشكل حالات كښې په عام وګړي كم نه كم بوجھ واچوي او عام وګړي د ګرانۍ د اثرات څخه محفوظ وساتلې شي۔دې مقصد لپاره اوړه ، غوړي او چيني په رعايتي بيعه وركولو لپاره اقدامات شوې دي۔په پټرول او ډيزل د سبسډي په لړ كښې 8 كروړه وګړو له 2000 روپۍ د مياشتي معاونت وركړې كېږي۔ زرعي څانګې له ريليف وركړې شوې دغسې چې د هېواد پيداوار زيات كړې شي او د خوراك څښاك څيزونو درآمد كم كړې شي۔ ده ووئيل چې بجټ كښې كوم اضافي يا بالواسطه ټيكس نه دې لګولې شوې كوم نوې ټيكس چې لګولې شوې هغه په صاحب ثروت كسانو دې۔ پراپرټيز او غير پيداواري اثاثه جات به د ټيكس نيټ كښې راوستلې شي۔نړۍ دا مهال د سپر سائيكل څخه تيريږي، مونږ نړيوال حالات نه شو بدلولې خو هڅه كوو چې افراط زر كم كړې شي۔ پي ايس ډي پي زياتولو بنيادي مقصد هم دا دې چې د روزګار زياتې موقعې وركړې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل چې د پټروليم مصنوعات كھپت او درآمد كمولو هڅه شوې ده كله چې د پټرول بيعه كمه وه نو هغه وخت طلب زيات ؤ۔ د پټرول او ډيزل بيعه زياتولو سره به طلب كښې كمي راشي۔

متعلقہ مضامین

سلاٹس پر مفت اسپن کو کیسے متحرک کریں۔_سلاٹ بونس گیمز_علامتیں_آٹو پلے سلاٹ گیمز_فون سلاٹ گیمز کے ذریعے ادائیگی کریں۔ سلاٹ گیمز کے ساتھ کیسینو_آن لائن کیسینو سلاٹ مشینیں۔_عملی پلے سلاٹس_آٹو پلے سلاٹ گیمز_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں بہترین فطرت پر مبنی سلاٹس_سلاٹ مشین ایپس_Novomatic Slot Machines_افسانوی مخلوق سلاٹ مشینیں_سلاٹ مشین کے جائزے اور درجہ بندی پاکستان کے لیے ٹاپ اردو سلاٹ ایپس_آٹو پلے کی خصوصیات کے ساتھ بہترین سلاٹس_سب سے بڑے سلاٹ جیک پاٹس_مائیکرو گیمنگ سلاٹس_ویڈیو سلاٹس پر جیتنے کا طریقہ NetEnt Slot Games_iOS آلات پر سلاٹ گیمز کھیلیں_فوری جیت کے ساتھ سلاٹس_بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹ مشین_سلاٹ گیمز اسلام آباد میں مقبول ہیں۔ نیٹلر سلاٹس_پاکستان میں موبائل کے لیے مفت سلاٹ گیمز_پاکستان کے لیے آن لائن سلاٹس_گولیاں کے لیے مفت سلاٹ گیمز_ٹاپ ریٹیڈ سلاٹ ایپس بڑے جیک پاٹس کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_فوری کھیلنے کے اختیارات کے ساتھ سلاٹ گیمز_اردو میں کیسینو سلاٹس_پاکستانی کھلاڑیوں کے لیے آن لائن سلاٹ ٹورنامنٹ_ٹاپ سلاٹ گیم فورمز ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پلےٹیک سلاٹس_سلاٹ مشین_سلاٹ مشین کی ادائیگیوں کو محفوظ بنائیں_آئی فون پر سلاٹ گیمز ہائی لمیٹ سلاٹ مشینیں۔_سمندری ڈاکو سلاٹ مشینیں۔_فوری جیت سلاٹ مشینیں_کیسینو سلاٹ گیمز فیڈ بیک_ایک سے زیادہ بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس