اسلام آباد۔7اپریل (اے پی پی) په پنجاب او خېبر پښتونخوا كښې ټاكنو سره اړوند ازخود نوټس كېس كښې د سپريم كورټ جسټس اطهر من الله تفصيلي اختلافي نوټ جاري كړے دے كوم چې په 35 صفحو مشتمل دے۔ د جمعې په ورځ په جاري كړې شوي خپل تفصيلي نوټ كښې جسټس اطهر من الله وئيلي دي چې د سپريم كورټ په شمول ټولو ادارو له به خپله انا يو اړخ ته كولو سره آئيني ذمه وارۍ ترسره كول وي۔ ده وئيلي چې مونږ د تېر وخت څخه هېڅ زده كړه نه ده كړې۔ ده زياته كړه چې پنجاب او خېبرپختونخوا كښې د ټاكنو نېټې په اړه ازخود نوټس خارج كولې شي٬ په خواستونو د دې خارج كولو درې اسباب دي دا چې د آرټیکل 184 (3) د استعمال بنیادی اصولو پابندي په بنچ لازم وه۔ ده ووئيل عدالت له به خپلې غېر جانبدارۍ له د سياسي ګوندونو د ګټو په معاملو احتياط كول وي٬ عدالت بايد په سياسي خواست كښې نېك نيتۍ ته هم وګوري۔ ده ووئيل د ټاكنو د نېټې معامله د يوې تنازعې په نتيجه كښې رامخې ته شوه كومه چې په بنيادي توګه د سياسي نوعيت وه۔ ده ووئيل جسټس یحییٰ آفریدی صحيح وئيلي وو چې عدالت دې په از خود نوټس كښې احتياط وكړي۔ جسټس اطهر من ﷲ ووئيل د جسټس سيد منصور علي شاه او جسټس جمال خان مندوخېل رايې سره اتفاق لرم كومه كښې چې هغوي سپریم کورټ د مسلسل سياسي شخړو د حل مركزو ښودلے دے۔ ده ووئيل ازخود نوټس پرېكره د څلور درې ده۔ جسټس اطهر من ﷲ په خپل تفصيلي اختلافي نوټ كښې يو شمېر پوښتنې كړې دي چې آيا د سياسمي حكمت عملۍ په توګه صوبائی اسمبلۍ تحليل كول جمهوريت سره مطابق لري؟ آيا دا پخپله د آئين خلاف ورزي نه ده۔ دا خبره دې ښكاره وي چې چیف جسټس آف پاکستان جسټس عمر عطاء بندیال د پخواني سی سی پی او لاهور غلام محمد ډوګر په ټرانسفر كېس كښې د جسټس اعجاز الاحسن او جسټس مظاهر علی اکبر نقوی نوټ از خود نوټس اخستے وو۔
د سپريم كورټ جستس اطهر من الله په پنجاب او خيبر پښتونخوا كښې ټاكنو سره اړوند ازخود نوټس كيس كښې تفصيلي اختلافي نوټ جاري كړو
مضمون کا ماخذ : پاور بال