اسلام آباد 22 مارچ (اے پي پي)د وزيراعظم د مذهبونو همغږۍ او د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن علامه حافظ طاهر محمود اشرفي د اسلامي مرستې تنظيم(او آئي سي)خارجه وزيرانو كونسل غونډې ته د وزيراعظم عمران خان خطاب ستائلې۔د نهې په ورځ پي ټي وي سره په خبرو كښې ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان په خپل خطاب كښې د اسلامي هېوادونو مسئلو په سولييز ډول د حل كولو په حاجت زور راوړې۔ د او آئي سي كنفرنس په مهال د امنيتي ادارو د كردار ستائنه كولو سره طاهر محمود اشرفي ووئيل چې وفاقي پايه تخت كښې د امن او امان په ځاې ساتلو كرېډېټ د پاكستان وسله والو ځواكونو٬رينجرز٬پوليس او قانون نافذ كونكو ادارو ته ځي۔ده ووئيل چې په اسلام آباد كښې د او آئي سي كنفرنس كولو د لارې نړۍ ته ښكاره پېغام تلې چې ټول اسلامي هېوادونه د كشمير او فلسطين مسئله د خبرو اترو د لارې حل كولو كښې خوښي لري۔ طاهر محمود اشرفي په كشمير د پاكستان د اصولي دريځ په ملاتړ كولو د اسلامي هېوادونو د خارجه وزيرانو او استازو ستائنه وكړه
ټول اسلامي هېوادونه د كشمير او فلسطين مسئله د مذاكراتو د لارې حل كولو كښې خوښي لري ۔علامه حافظ طاهر محمود اشرفي
مضمون کا ماخذ : گرم سے زیادہ گرم