لاهور۔3 اکتوبر(اے پی پی) د وزيراعظم د مذهبي همغږۍ خصوصي مرستيال علامه طاهر محمود اشرفي وئيلي وزيراعظم عمران خان د مدينې رياست كښې د موذن كردار ترسره كوي۔ د اووم نه تر نهم جماعت به سيرت مصطفی ښودلے شي۔ هغه په قرآن اكېډمۍ كښې خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې ووئيل چې د زده كړو يو ډول نظام كښې يو جمله هم د كومې فرقې په ضد نشته۔ په دې موقعه هغه د ربيع الاول او ربيع الثاني مياشتو په مهال د جمعې خطبو لپاره د ترهګرۍ ٬ د مېرمنو حقونه ٬ د ختم نبوت عقيده او سېرت النبي (ص) موضوع جوړولو اعلان هم وكړو۔ هغه ووئيل د عدل نظام كښې اصلاحات د وخت ضرورت دے٬ اسلامي نظرياتي كونسل كار كړے دے ٬ په ټولو رياستي چارو د اسلامي نظرياتي كونسل په سپارښتنو تګلاره وضعه كولې شي۔ هغه ووئيل وزيراعظم تر ټولو زيات پام ګرانۍ ته كوي۔ هر يو پاكستانې وګړې د سود نظام نه آزادي غواړي او دې لپاره هڅې روانې دي۔ هغه نړۍ ته د افغانستان د معاملې حل لټولو له وړاندېز وركولو سره ووئيل د افغانستان په اړه د پاكستان دريځ نړۍ مني او اوس سعودي عربستان هم د يو مضبوط افغان اسلامي هېواد جوړېدل غواړي۔ هغه ووئيل هند سره چې افغانستان كښې څه شوي دي په هغې ورته د ژړا حق خو بايد وركړے شي، ذبیح اللہ د افغانستان وياند دے٬ افغانستان پاكستان څخه كوم وياند ته اړتيا نه لري۔ طاهر محمود اشرفی د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل د 18 كالو نه د كم عمر لرونكي مسلمان والا كوم قانون رامخې ته كېدونكے نه دے۔
اووم نه تر نهم جماعت به سيرت مصطفی ښودلے شي۔ علامه طاهر محمود اشرفي
مضمون کا ماخذ : loterias da caixa