اسلام آباد11اکتوبر(اے پی پی)صدر مملكت ډاكټر ع??رف علوي وئېلي دي چې افغانستان كښې امن سره به منطقه كښې خوشحالي راشي او دې سره به نړۍ لپاره د كاروباري موقعو لاره پرانستلې شي چې ورسره به مينځني آسيائي رياستونو سره رابطه په ځاې كړې شي۔ د متحده عرب امارات دورې په موقع خليج ټائمز سره په خپله مركه كښې هغه ووئيل افغانستان كښې د ستونزو مطلب به په پاكستان د نورو كډوالو بوج وي٬پاكستان په ګاونډي ??ېو??د كښې عدم استحكام نه غواړي بلكې په ??ېو??د كښې د ټولو اړوندو سياسي ډ??و نمائندګي كونكې يو ټولشموله حكومت جوړېدو كښې خوښي لري۔صدر مملكت افغانستان كښې د حكومت په بدلېدو كښې د پاكستان د كردار تاثر مسترد كولو سره ووئيل مونږ يوازې په بشري بنيادونو د طالبانو مرسته كوو ولې چې دا وخت افغان اولس د بندېزونو او د فنډز د بندش په سوب ستونزو سره مخ دي۔ډاكټر ع??رف علوي ووئيل افغانستان كښې استحكام د پاكستان په ګټه كښې دے٬امريكا افغانستان څخه په تندۍ سره ووتله او دا چې د افغانستان د مسئلې كوم پوځي حل نشته۔هغه په دې خبره زو?? راوړو چې امريكې او ناټو پوځونو كه د 23 كهربه ډالرو مصرف كولو باوجود افغانستان كښې استحكام رانوستلې شو نو دا د پاكستان لپاره څنګه ممكن دي؟۔د افغانستان د تازه صورتحال ذكر كولو سره هغه ووئيل مونږ افغانستان څخه سفارتكار او د نورو وګړو ويستلو كښې فعاله او مثبت كردار ترسره كړې او نړۍ زمونږ دا هڅې تسليم كړې دي۔هغه ووئيل په ګرده نړۍ كښې ګراني مخ په زياتېدو ده۔ پاكستان د نړۍ كوم يواځنې ??ېو??د نه دے كوم چې دې چېلنج سره مخ دے۔هغه ووئيل ګراني ځكه زياته ده چې په نړيوال ماركيټ كښې د غلو او تې??و نرخونه زياتېږي خو د دې باوجود حكومت به د سپلائي چين مېكنزم د لارې د خوراك نرخونه قابو كولو له ګامونه پورته كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې صدر مملكت ووئيل پاكستان په سم لوري يو روښانه سباؤن پلو روان دے٬ډاكټر ع??رف علوي دبئي اېكسپو يو په زړه پورې ايونټ ګرځولو سره ووئيل په ګرده نړۍ كښې د يو چېلنجنګ چاپیريال باوجود د يوې كامياب شو كوربتوب كولو ټول كرېډېټ بصيرت لرونكې مشرتابه ته ځي۔ايكسپو 2020 نه يوازې متحده عرب امارات بلكې ګردې منطقې لپاره يو مهم ايونټ دے كوم چې منطقې او دې نه بهر ??ېو??دونو ته د ملټي نېشنل كمپنو سره د رابطو او همكارۍ جوړولو له يوه ځانګړې موقع رامخې ته كړه۔ ايكسپو كښې مونږ سره يو ښكلې پويلين دے٬هر يو بايد ايكسپو ته تللو سره د دې دوره وكړي كوم چې د يو سوله ايز ??ېو??د په ډول د پاكستا?? مثبت تشخص وړاند كوي۔صدر مملكت ډاكټر ع??رف علوي د محسن پاكستان اتومي سائنسدان ډاكټر عبدالقدير خان په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه وكړه۔صدر مملكت ووئيل ډاكټر عبدالقدير خان په جوهري قوت جوړېدو كښې د پاكستاني اولس مرسته وكړه او يو قدردان اولس به د هغه خذمات كله هم هېر نه كړي۔
افغانستان كښې امن سره به منطقه كښې خوشحالي راشي٬نړۍ لپاره به د كاروباري موقعو لاره پرانستلې شي۔د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي خليج ټائمز سره مركه
مضمون کا ماخذ : فائر جوکر