اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د وزيراعظم په فلډ رېليف اكاؤنټ 2022 كښې د عطيات جمع كولو تفصيلات جاري كړي۔سټېټ بېنك آف پاكستان د ټولو كمرشل بېنكونو د لارې د عطيات جمع كولو سركلر جاري كړے۔دننه او بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيان عطيات په دې اكاؤنټ كښې جمع كولې شي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب له مخې د بارانونو 30 كاله رېكارډ مات شوے٬په ټول هېواد په خاص توګه بلوچستان او سندھ كښې غېر معمولي تباهي شوې۔دې ووئيل راځۍ چې مونږ ټول په مصيبت كښې د ګېرو خپلو وطن والو مرسته وكړو٬راځۍ چې مونږ ټول مرستياله شوو ۔دې ووئيل دننه او بهر هېوادونو كښې ټولو پاكستانيانو ته د زړه په اخلاص د عطيات جمع كولو خواست دے۔دا عطيات اكاؤنټ (Prime Minister Relief Fund Account 2022 Account No. ‘G-12164) كښې جمع كېدې شي۔د عطيات د لارې ټول پاكستانيان د سېلاب ځپليو په مرسته كښې شاملېدې شي۔دې ووئيل د سټېټ بېنك سركلر له مخې ټول كمرشل بېنكونه او د دې څانګې د وزيراعظم په فلډ رېليف فنډ 2022 كښې عطيات جمع كولې شي۔بهر مېشته پاكستانيان د وائر ټرانسفر٬مني سروس بيوروز٬مني ټرانسفر آپرېټرز او د ايكسچېنج هاؤسز د لارې هم عطيات رالېږلې شي۔عطليات په ټولو كمرشل بېنكونو كښې نقد هم جمع كېدې شي او د بېنكونو په ډراپ باكس كښې كراس چېك٬موبائل او انټرنېټ بينكنګ٬اے ټي ايمز٬اے بي اېف ټي د لارې هم جمع كېدې شي
د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د وزيراعظم فلډ رېليف اكاؤنټ 2022 كښې د عطيات جمع كولو تفصيلات جاري كړل
مضمون کا ماخذ : موبائل سے لاٹری کھیلیں