اسلام آباد 19مارچ (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي هند كه د كشمير مسئلې حل له په خپل سوچ نظرثاني وكړي او د هغې لپاره ښه چاپيرچل راپېدا كړي نو پاكستان به هم د خپلو خبرو څخه په شا نه شي٬د منطقې صورتحال په اړه د جمعې په ورځ په خپل بيان كښې خارجه وزير ووئيل هند د اګست په 5مه نېټه كال 2019 په مقبوضه جمو او كشمير كښې داسې يو اړخيز ګامونه پورته كړي كوم چې ټولو كشميريانو مسترد كړي۔وزيراعظم عمران خان د خپل منصب سنبهالولو سره هند له بل??ه وركړې چې كه هند د امن پلو يو ګام راواخلي نو مونږ به دوه واخلو٬خو افسوس چې د هند سركار د دې سوچ مرستياله نه ؤ ۔شاه محمود قرېشي ووئيل د هند دغه رويه د جمود سبب ګرځېدلې۔د پاكستا?? او هند ترمينځه ?? جمود فضاﺀ خ??مو??و ذمه وار هم هند دے۔خارجه وزير ووئيل كه چرې هند په خپل سوچ نظرثاني وكړي او ښه ماحول راپيدا كولو لپاره چمتو شي چې پكښې د كشمير مسئلې پشمول د نورو مسائلو پرامن حل لپاره خبرې كېدې شي نو پاكستان به هم د مذاكرات څخه په شا نه شي۔شاه محمود قرېشي ووئيل د دواړو هېوادونو د ډي جي اېم اوز روابط نه پس د سيز فائر لوظ نامې بحالي يو مثبت پېشرفت دے
هند كه د كشمير مسئلې حل له په خپل سوچ نظرثاني وكړي او هغې لپاره د ښه چاپېرچل راپېدا كولو په صورت به پاكستان د خپلو خبرو څخه په شا نه شي۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي
مضمون کا ماخذ : aplicativos de apostas loteria