اسلام آباد 21 مارچ (اے پي پي) وز??راعظم عمران خان سره د ګل په ورځ د تاجكستان خارجه وز??ر سراج الدين مهردين ملاقات كړې۔دا ملاقات د اسلامي مرستې تنظيم د 48مې غوندې په موقع شوې۔د ملاقات په مهال په ټولو څانګو كښې په دوه اړخيزه مرسته د اطمينان څرګندونه شوې۔د وز??راعظم دفتر د مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې وز??راعظم عمران خان د پاكستان او تاجكستان د سفارتي اړيكو په 30مه سالګره خارجه وز??ر ته مباركي وركړه۔وزيراعظم په ستمبر 2021 كښې د خپلې دوشنبے د خپلې سركاري دورې حو??له وركړه او د دورې په مهال د شويو پريكړو په عملي كېدو يې د اطمينان څرګندونه وكړه۔وزيراعظم تجارتي او اقتصادي روابط زياتولو لپاره د دواړو هېوادونو ترمينځه د ټرانزټ ټرېډ لوظ نامې د زر ترسره كولو په اهميت زور راوړو۔وزيراعظم د ??اس?? 1000 د توان پروژې په وخت ترسره كولو لپاره د عزم پخلې وكړو۔وزيراعظم په افغانستان كښې پائيدار امن او انساني مرستې لپاره د پاكستان په ملاتړ كولو هم زور راوړو۔سيمه ايزې خوشحالۍ لپاره په هېواد كښې په امن او استحكام زور راوړولو سره وز??راعظم په دې لړ كښې د ګاونډي هېوادونو په كليدي كردار زور راوړو۔وزيراعظم ووئيل چې سوله ايز مستحكم او خوشحال افغانستان د ټولو په ګټه دے
وزيراعظم عمران خان سره د تاجكستان خارجه وزير سراج الدين مهردين ملاقات وكړو
مضمون کا ماخذ : ایشیا ڈریگن