اسلام آباد 20 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې بې وسه او پسمانده طبقو ته د زيات ريليف وركولو پرېكړه شوې ده٬ پنځه بنيادي څيزونه راتلونكي مالي كال لپاره په ټيټه بيعه د وركولو اصولي پرېكړه شوې ده، ذكر شوې سبسډي به د يوټيلټي سټورز د لارې ټول هېواد كښې بې وسه او پسمانده طبقو له وركولې شي۔ دا پرېكړه د ګل په ورځ د وزيراعظم شهباز شريف په م??رۍ كښې د يوټيلټي سټورز پحقله د لوړې كچې غونډه شوې دې۔ په غونډه كښې وفاقي وزيران مفتاح اسماعيل، مخدوم مرتضي محمود او اړوند لوړ پورو ګډون كړې۔ په غونډه كښې پرېكړه وشوه چې اوړه٬ چيني غوړي٬ خوراك تېل٬ دالونه او وريژې به د بازار نه په كمه بيعه ور??ول باوري كولې شي۔ وزيراعظم په كراچۍ كښې د يوټيلټي سټورز نېټ ورك كښې د پراختيا كولو هم منظوري وركړه۔ ده ووئي چې په كراچۍ كښې د يوټيلټي سټور لږه شمېره په هېڅ صورت كښې منظور نه ده۔ ده ووئيل په كراچۍ كښې د يوټيلټي سټورز شمېره زياتولو لپاره دې جا??ع منصوبه په دوه اوونيو كښې وړاندې كړې شي۔ وزيراعظم ووئيل پسمانده طبقو ته دا مهال د ريليف حاجت دې٬ هغوي له ريليف وركولو لپاره حكومت هر څرخ له چمتو دے٬ دوي ته ريليف ور??ول د حكومت وړومبئ ترجيح ده۔ وزيراعظم د سبسډي نظام سپېځلې او د ډيجيټل كولو امر كولو سره ووئيل بېلا بېل ډول سبسډي دې راغونډولو سره يو جا??ع نظام جوړ كړې شي او په خاص توګه پسمانده طبقو ته دې په ريليف وركولو كښې ترجيح وركړې شي۔ وزيراعظم د سبسډي په نظام كښې اصلاحاتو لپاره د خزانې وفاقي وزير، د صنعت او پېداوار وزير او د غربت تخفيف وفاقي وزير په م??سته د لائحه عمل جوړولو امر وكړو۔ په غونډه كښې په يوټيلټي سټورز وركولې كېدونكې سبسډي، پسمانده طبقې ته د ټارګټډ سبسډي، د يوټيلټي سټورز په ګرد هېواد كښې شمېره كښې پراختيا او په خېبرپښتونخوا كښې د وزيراعظم د وژن له م??ې د ارزان اوړو وركولو پروګرام كښې د پېشرفت څخه په تفصيلي توګه خبرې كړې شوې۔ غونډې ته ووېيل شول چې د يوټيلټي سټورز کارپورېشن په هېواد كحئ دا مهال 3822 سټورز نېغ په نېغه او 1380 فرنچائز چلوي او د جولائي تر 30مې نيټې به بلوچستان، سندھ، کشمير، ګلګت بلتستان او پنجاب كښې د 300 نه زيات نوې سټورز جوړولې شي ۔ غونډې ته ووئيل شول چې د وزيراعظم شهباز شريف د ريليف پيکېج له م??ې تر اوسه 11 كروره 30 لكه م??تحق كسان مستفيد شوي دوي ته د كلو پرس په اوړو 60 روپۍ په چينۍ 21 روپۍ٬ په غوړو 250 روپۍ او په دالونو او وريژو د 15 نه تر شل روپو ټارګېټډ سبسډي وركړې سوې ده، د سبسډي طريقه کار ډيجيټل ده او د نادرا او د غربت تخفيف وزارت ډېټا سره تړلے شوې ده۔ غونډې ته ووئيل شول چې په خېبرپښتونخوا كښې 942 يوټيلټي سټورز په ارزانه بيعه اوړه ور??ول باوري كوي او د وزيراعظم شهباز شريف په خاص امر زر نوې سېل پوائنټس او 200 موبائل سټورز اضافه روانه ده۔ غونډې ته ووئيل شول چې د بلوچستان پحقله د وزيرِاعظم شهباز شريف په روژه كښې دوره او د خاص امر له م??ې بلوچستان كښې خوراكي توګه د بازار نه په رعايت سره ور??ول باوري كېږي دې لپاره نه يوازې يوټيلټي سټورز بلكې موبائل سټورز هم جوړ كړې شوې دي چې په سبب ئې تر لرې پرتو سيمو د سبسډي رسول باوري كولې كېږي٬ وزيراعظم په دې موقع خېبر پښتونخوا او بلوچستان كښې د يوټيلټي سټورز د اقداماتو ستائنه وكړه او د ډيجيټل نظام د لارې د ټارګټډ سبسډي د وركولو ئې ډاډګيرنه وكړه
په يوټيلټي سټورز اوړه٬ چيني٬ غوړي/د خوراك تېل٬ دالونه او وريژې په كمه بيعه وركول به باوري كولې شي۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې په غونډه كښې پرېكړه
مضمون کا ماخذ : بک آف ڈیڈ