اسلام آباد۔21جولائی(اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي پا??ستاني اولس او اسلامي نړۍ ته د لويے اختر مباركي وركولو سره وئيلي دي په دې ا??تر كښې زمونږ لپاره دا درس دے چې په ازمېښت او امتحان كښې ثابت قدمي او مقصد ترلاسه كولو كښې هر ډول قربانۍ لپاره چمتو پاتے كېدل د كاميابۍ كنجي ده۔ قام ته خواست دے چې د كو??ون?? وائرس وبا نه ځان ساتلو له د ثابت قدمۍ څرګندونه وكړي او په احتياطي تدبيرونو عمل جاري وساتي۔ دغسې د قربانۍ اختر جذبې له مخې د بې وزله او حاجتمندو بشپړه مرسته وكړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د لويے اختر په موقعه د اولس په نامه د مباركۍ خپل پېغام كښې وكړه۔ هغه ووئيل د خوشحالۍ په دې موقعه ټول پا??ستاني اولس او ګردې ا??لامي نړۍ ته مباركي وركوم۔ هغه دعا وكړه چې پا?? پروردګار دې دا مباركه موقعه ګردې ا??لامي نړۍ او پا??ستان لپاره د خوشحالو زېرې وګرځوي۔ هغه ووئيل د لويے اختر مباركه موقعه د حضرت ابراهيم او حضرت اسماعيل علېهما السلام د قربانۍ او د پا?? پروردګار د اطاعت او فرمانبردارۍ ياد تازه كوي۔ دا ورځ مونږ ته د دې خبرې ا??ساس راكوي چې پا?? پروردګار خپل نېكان بندګان په بېلو امتحانونو كښې اچوي۔ له دې كبله مونږ لپاره دا يو درس دے چې د امتحان په وخت ثابت قدم پاتے كېدل او مقصد ترلاسه كولو كښې د هر ډول قربانۍ لپاره چمتو كېدل د كاميابۍ كنجي ده۔ صدر ووئيل دا مهال ګرده نړۍ د كو??ون?? وائرس امتحان څخه تېرېږي۔ د?? وبا ټول انسانيت په څه نه څه شكل كښې ځپلے دے۔ لويې لويې طاقتور حكومتونه خپل اولس ته ريليف وركولو كښې ستونزو سره مخ پاتې شوي دي۔ هغه ووئيل زه اولس ته خواست كوم چې هغه په دې امتحان كښې كاميابي ترلاسه كولو له د ثابت قدمۍ څرګندونه وكړي او په احتياطي تدبيرونو عمل وكړي۔ ماسك اچوي ٬ لاسونه وينځي او سماجي فاصله په ځائې ساتي۔ صدر ووئيل اولس دې د قربانۍ اختر جذبې له مخې د بې وزله او حاجتمندو بشپړه مرسته وكړي۔ هغه ووئيل په دې موقعه بايد دعاګانې هم وغوښتلې شي دغسې چې پا?? پروردګار مونږ د د?? وبا اثراتو نه محفوظ وساتي
په ازمېښت كښې ثابت قدمي او مقصد ترلاسه كولو كښې هرې قربانۍ له چمتو پاتے كېدل د كاميابۍ كنجي ده۔ د لويے اختر په مناسبت د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي پېغام
مضمون کا ماخذ : quina resultados anteriores