اسلام آباد۔17جون(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي د ايوان كارروائي په ښه ډول چلولو له د ټولو سياسي ګوندونو پارليماني لارښودو سره رابطه كښې يم۔ زما په ضد د عدم اعتماد تحريك راوړل د اپوزيشن قانوني حق دے۔ ایوان مخ په وړاندے بوتلل د حكومت او اپوزيشن د ګډې ذمه واري ده۔ زه به د خپل سوګند تقاضو له مخې ايوان چلوم۔ زما د استعفی غوښتنه د اپوزيشن خواهش كېدے شي۔ زه به د ايوان لخوا د ترلاسه شوي مېنډېټ لمخې خپلې ذمه وارۍ ترسره كوم۔ د زيارت په ورځ د پارليمنټ هاؤس ابلاغ ذريعو استازو سره غېر رسمي خبرو كښې ووئيل په قومي اسمبلۍ كښې رامخې ته شوې پېښی د افسوس وړ دي۔ هغه ووئيل د حكومت او اپوزيشن يو پېج ته د راوستلو هڅې كوم۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل زه چا سره ذاتي دښمني نه لرم۔ ما ټول عمري د ايوان تقدس بحالولو له خپل كردار ترسره كړے دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې سپيكر ووئيل تېره ورځ ما مياں شهباز شريف او بلاول بھټو زردار سره په فون خبره كړې ده او وزيراعظم سره هم ملاقات شوے دے۔ هغه ووئيل د سياسي ګوندونو پارليماني لارښودو سره رابطه كښې يم۔ زما هڅه ده چې دا مسئله حل كړې شي۔ هغه ووئيل د بجټ سېشن ډېر مهم وي په كوم كښی بايد هر يو غړي ته د خبرې كولو موقعه وركړې شي دغسې چې هغه د خپلو خپلو حلقو مسئلې په ډاګه كړي۔ هغه ووئيل ټولو پارلېمنټېرینز له به په دې لړ كښې د خپلې ذمه وارۍ څرګندونه كول وي
د ايوان كارروائي په ښه ډول چلولو له د ټولو سياسي ګوندونو پارليماني لارښودو سره رابطه كښې يم۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر
مضمون کا ماخذ : números sorteados lotomania