اسلام آباد۔25مارچ (اے پي پي ) خارجه وزير محمد اسحاق ډار ته د برطانیي د خارجه ، دولت مشترکه او ترقیاتي چارو وزیر لارډ ډیوډ کیمرون د ګل په ورځ ټیلی فون وكړو ۔ د خارجه دفتر وياند د اړخه جاري بیان تر مخه خارجه وزير محمد اسحاق ډار د خارجه تقررۍ په مباركۍ د خپل برطانوي هم منصب د پیغام مننه وكړه ٬ ده ووئېل زه د دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو لپاره د برطانیي مشر تابه سره په ګډه کار کول غواړم ۔ خارجه وزير د پاکستان او برطانیي اړيكو د اهمیت پخلي كولو سره ووئېل پاکستان او برطانیه د ګڼ اړخيزې مرستې سره زړې او تاریخي اړېكې لري ۔ خارجه وزير ووئېل د اړيكو وړاندې بوتللو لپاره د غوره سټریټجک پارټنرشپ (اي ایس پ) لوظنامه زر تر زره كول غواړي ۔ خارجه وزیر د تجارت او سرمایه کارۍ ، د اولس لخوا اولس سره د رابطو او د ماحولیات په اړه د مرسته زياتولو په حاجت زور راوړو ۔ دغسې خارجه وزير په خاص توګه برطانیه كښې د لوئي شمېر پاکستانیانو تر مخه د پاکستان او برطانیي تر مينځه د پي آئی اے پروازونو د زر تر زره د بحالولو په ضرورت هم زور راوړو چې ورسره به روابط لا وده ومومي ۔ دواړو وزيرانو د افغانستان او د غزہ صورتحال بشمول په مهمو سيمه ايزو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔دغسې خارجه وزير لارډ کیمرون ته د پاکستان دورې بلنه هم وركړه
خارجه وزير محمد اسحاق ډار ته د برطانیي د خارجه ، دولت مشترکه او ترقیاتي چارو وزیر لارډ ډیوډ کیمرون ټیلی فون
مضمون کا ماخذ : نتیجہ لوٹومینیا