اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي هېواد كښې په زياتدونكې آبادۍ قابو موندلو او د خانداني منصوبه بندۍ ودې لپاره د كوټلو هڅو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي د آبادۍ په اړه د ايكشن پلان ترمخه ټاكلې اهداف سر كولو لپاره دې اقدامات وكړے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ ايوان صدر كښې د هېواد آبادۍ كښې تر خطرناك د زياتوالي په اړه د فيډرل ټاسك فورس 5مې غونډې مشرۍ كولو سره وكړه۔په غونډه كښې د وزيراعظم د قامي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر فيصل سلطان ، د ګلګت بلتستان وزيراعليٰ خالد خورشيد ، د سندھ د روغتيا وزير ډاكټر عزره فضل پيچوهو ، د پنجاب د آبادۍ وزير كرنل ريټائرډ هاشم ډوګر ، د اسلامي نظرياتي كونسل چيئرمېن ډاكټر قبله اياز او د پنجاب چيف سېكرټري د ويډيو لنك د لارې ګډون كولو٬ دغسې د پنجاب ، خېبر پښتونخوا او سندھ چيف سيكرټريز ، كنټري ډائريكټر پاپوليشن كونسل اسلام آباد ډاكټر سبينه دراني او يو اين ايف پي اے كنټري ري پريزنټو ډاكټر زيبا ستار ، ټيكنكل پوهانو ، وفاقي او صوبائي چارواكو په غونډه كښې ګډون كولو۔په دې مهال قامي صحت وزارت د آبادۍ په اړه د فيډرل ټاسك فورس د څلورم غونډې په شو پريكړو د عملدرآمد په اړه تفصيلي پريزنټيشن وركړو۔په غونډه كښې ووئيل شول صوبائي حكومتونه يواځې فنډز بيلوي، د ميډيا د لارې دې خبرتيا پيدا كړي او په آبادۍ قابو موندلو لپاره دې خانداني منصوبه بندۍ له انساني وسائل تربيه كړي۔
د آبادۍ په اړه د ايكشن پلان ترمخه ټاكلي اهداف سر كولو لپاره دې ګامونه پورته كړے شي ، د صدر ډاكټر عارف علوي هېواد كښې په آبادۍ كښې تر خطرناك حد د زياتوالي په اړه د فيډرل ټاسك فورس غونډې ته وينا
مضمون کا ماخذ : ٹربو چارج