اسلام آباد 10اکتوبر(اے پی پی)د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي د سي پيك له مخې خاص اقتصادي زونز به د پاكستان برآمدات زياتولو كښې مهم كردار ادا كړي۔ده دې خيالاتو څرګندونه د اسلام آباد پالېسي ريسرچ انستي ټيوټ(آئي پي آر آئي)د سيوري لاندې چائنا سټډي سينټر او د سي آئي آئي ټي اسلام آباد په اشتراك سره د ګلوبل ډويلپمنټ انیشیټو(جي ډي آئي)نه تر ګلوبل سيكورټي انیشیټو_جي اېس يئي)په عنوان سيمينار ته د وينا كولو په مهال وكړه۔ده ووئيل د تل پاتې پرمختګ اهداف د(ايس ډي جيز)معاشي استحكام نه بغير نشي ترلاسه كېدے۔ده ووئيل د چين پاكستان اقتصادي راهداري پاكستان ته د خپل معيشت د پرمختګ وركولو منفرد موقع وركوي۔ده دا هم ووئيل زياتره هيوادونه په سي پيك كښې د ګډون كولو خوښي لري۔
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی حکمت عملی