اسلام آباد 22 فروري (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې هند يو متشدد ګاونډي هېواد په حيثيت سره سيمه ايز امن ته زيان رسول غواړې او د بالادستۍ عزائم په وجه د سوئيلي اسياﺀ سيمه ايزې مرستې تنظيم (سارك) نه فعالېږي۔ د نهې په ورځ په ايوان صدر كښې د سري لنكا د بحريه كمانډر وائس ايډمرل نشانتھا اولوګيټن سره په ملاقات كښې صدر مملكت د هند غير قانوني مقبوضه جمو او كشمير وګړو په ضد د هند د اړخه روان ظلمونه رامخې ته كړل۔ده ووئيل هند كښې اقليتونو ظلم د تشويش وړ دې او د بده مرغه د هند حكومت دا نظر انداز كوي۔ صدر ووئيل پاكستان سري لنكا سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي او سري لنكا سره د شريكو ګتو په ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه مرسته قوي كول غواړي۔ ده د دواړه هېوادونو ترمينځه د سيلګرۍ ،كلتور او دفاع په څانګو كښې د مرستې زياتولو په حاجت زور راوړو۔د سري لنكا بحريه كمانډر هركلې كولو سره صدر مملكت ووئيل پاكستان او سري لنكا خپلو كښې ښه اړيكې غواړي۔ده ووئيل دواړه هېوادونه كلتوري مرستې او مذهبي سيلګرۍ ته ودې وركولو لوئ صلاحيت لري ځكه چې پاكستان كښې د بدھ مت زيات ځايونه دي او سري لنكا د بدھ بھكشوؤں مذهبي ځايونو سيل لپاره ډاډګيرنې ته اړتيا ده۔ سيالكوټ پېښې غندنې كولو سره صدر د سري لنكا يو وګړي بے دردۍ سره وژلو په پېښه د افسوس څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل حكومت پېښه كښې ككړ كسانو په ضد كارروائي كړې ۔ صدر عارف علوي د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ او ګوادر پورټ اهميت رامخې ته كړو كوم به چې سيمه ايزو رابطو ته ودې وركولو نه علاوه پاكستان او وسطي ايشيائي رياستونو ترمينځه تجارتي او اقتصادي مرستې زياتولو سره سره سيمه كښې اقتصادي سوكالۍ سبب وګرځي۔ وائس ايډمرل نشانتھا اولوګيټن په سخت وخت كښې د سري لنكا ملګرتيا كولو د حكومت پاكستان مننه وكړه۔ده د سري لنكا وګړي په بے دردۍ سره وژلو پېښه كښې ككړ تورن په ضد د حكومت د اړخه شوې كارروائي هم وستائله۔ ده د دواړه هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه مرستې لا زياتولو په حاجت زور راوړو
هند سيمه ايز امن ته زيان رسول غواړي، د بالادستۍ عزائم په وجه سارك نه فعالېږي، صدر مملكت ډاكټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : قزاقوں کی کافی مقدار