اسلام آباد 15 اکتوبر(اے پی پی) وزيراعظم عمران خان سره ډاكټر صاحبزاده ساجد الرحمان د جمعې په ورځ ملاقات كړے۔د ملاقات په مهال د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق هم موجود ؤ ۔په دې موقع وزيراعظم عمران خان ووئيل حضور اكرم صلی الله عليه وآله وسلم د مدينې د رياست بنياد د عدل او انصاف٬د ټولنې د كمزورو طبقو په خېرښېګړه او د مېرټ په حكمرانۍ اېښودے ۔ده ووئيل ځوانان د جنسي جرائمو او د نشې غوندې د اخلاقي بدو څخه ساتلو لپاره د سيرت طيبه د زرينو اصولو په رڼا كښې د دوي كردار سازي ډېره ضروري ده۔وزيراعظم ووئيل سږ كال به په هېواد كښې 12م ربيع الاول ډېر په مذهبي عقيدت او احترام او جوش او جزبه لمانځلې شي۔په دې موقع به ځوان كول د رياست مدينه او د سيرت طيبه د لارښوونې د اصولو څخه خبرولو ته بشپړه پام لرنه كولې شي۔ده ووئيل ځوانان د جنسي جرائمو او د نشې غوندې اخلاقي بدو څخه بچ كولو لپاره د سيرت طيبه د زرينو اصولو په رڼا كښې د دوي كردار سازي ډېره ضروري ده۔دې مقصد لپاره حكومت رحمت اللعالمين اتهارټي جوړه كړې۔وزيراعظم ووئيل اتهارټي به تحقيق كوي او ځوانانو ته به اووائي چې هغه كوم عوامل وو چې په وجه يې يوازې د 13 كلونو په لنډه موده كښې (623-636) مسلمانانو د قيصر او كسری لويې سلطنتونه زير كړل او 150,000 مربع كلوميټره زمكه باندې ئې حكمراني شروع كړه۔
وزيراعظم عمران خان سره د ډاكټر صاحبزاده ساجد الرحمان ملاقات
مضمون کا ماخذ : جنگل کا بادشاہ