اسلام آباد ۔ 7 جون (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير شبلي فراز وئيلي دي د وزيراعظم عمران خان په هدايت د شوګر كمېشن راپور عام كړې شو۔ اوس به د پېسې جوړونكو نه پېسه بېرته اخستل وي۔ دې لپاره كار پېل كړې شوې دې۔ ده د اتوار په ورځ پي آئي ډي كښې د وزيراعظم د احتساب خاص مرستيال شهزاد اكبر سره د ګډې خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ وفاقي وزير ووئيل د پخوانو حكومتونو دلاسه هېواد وروستو تلې دې۔ تحريك انصاف د احتساب نعره پورته كړې او دا ريښتيا ثابتوي۔ ده ووئيل مونږ د احتساب لوظ كړې دې چې د ټولو به كېږي۔ وزیراعظم عمران خان د چينو په معامله كمېشن په خپله جوړ كړو۔ ده ووئيل د شوګر په څانګه كښې لوئے طاقتور كسان دي ځكه به دا وئيلې شؤ چې د شوګر كمېشن راپور به چرې رامخې ته نه كړې شي۔ ده ووئيل پخوا به كمېشن جوړېدو ولې راپور به نه رامخې ته كېدو۔ وفاقی وزیر شبلی فراز ووئيل د كمېشن په راپور كارروائي پېل كړې شوې ده۔ ده ووئيل د هېواد د ادارو د لوټ كوؤنكو د احتساب مو لوظ كړې دې۔ د اولسي ګټو تحفظ زمونږ اولنۍ ترجيح ده۔ ده ووئيل دې راپور څخه وروستو به اوس د چينو بيعه ټيټه شي او كومې بيعې څخه چې دا پورته تلي دي په هغې ئې بحال كول غواړو۔
د وزيراعظم عمران خان په هدايت د شوګر كمېشن راپور عام كړې شو۔ اوس به د پېسې جوړونكو نه پېسه بېرته اخستل وي۔ دې لپاره كار پېل كړې شوې دې۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير شبلي فراز د وزيراعظم د احتساب خاص مرستيال شهزاد اكبر سره په ګډه خبري كنفرنس
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی موبائل ایپ