اسلام آباد۔8 دسمبر(اے پی پی) د خارجه دفتر وياند محمد نفيس زكريا وئيلي چې مذاك??ات?? دپاره د مذاك??ات?? قائل نه يو۔ پاكستان هند سره د نتيجې وړ او غوره مذاكرات كول غواړي۔ د اوسني هارټ آف آسيا كنفرنس كښې هند ثابت كړې چې هغه د كنفرنس مقصدونو سره مخلص نه دے۔ د هند ګامونه منطقې كښې امن ته زيان رسوي۔ د افغان اولس مشر خبر د افسوس وړ دے۔ افغان حكومت بايد د ترهه ګرۍ مخنيوي هڅو كښې د پاكستان ملګرتيا وكړي۔ د كشميري اولس اخلاقي ٬ سياسي او س??ار??ي ملاتړ به روان ساتو۔ هغه وخت لرې نه دے چې هند ته به كشمير كښې د خپلو ظلمونو ځواب وركول وي۔ پاکستان نوې ا??ري??ائي انتظاميې سره نزدې مرستېد زيارت په ورځ د اوونيز پرېس بريفېنګ په مهال وكړه۔ وياند د كشمير په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ووئيل پاكستان د نوي ټاكلي شوي دوهم ا??ري??ائي اولس مشر مائیک پینس،ایران،چین او د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر په شمول د ټولې نړيوالې ورورولۍ لخوا د كشمير په مسئله د درېمګړي كردار ترسره كول خوشبين ګڼي۔ پاکستان هند سره د كشمير په مسئله په ټولو مسئلو د نتيجې وړ خبرې غواړي۔ هند كله هم د پاكستان د پېشكش مثبت ځواب وركړے نه دے۔ وياند نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه وكړه چې د كشمري مسئلې حل كولو كښې خپل كردار ترسره كړي۔ هارټ آف آسيا كنفرنس كښې د افغان اولس مشر اشرف غني د بيان په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د افغان اولس مشر بيان د افسوس وړ دے۔ ده ووئيل د ا??ري??ا په شمول د نړۍ ټولو هېوادونو دترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان هڅې او قربانۍ ستائلې دي۔ پاكستان د ټولو ترهه ګر ډلو په ضد يو ډول كاروائي كوي او حقاني نېټ ورك ٬ داعش ٬ القاعده او جامع الاحرار او نور ترهه ګر تنظيمونه د افغانستان دننه څخه آپرېټ كوي۔ وياند ووئيل د افغانستان زمكه پاكستان كښې تخريب كارۍ له كارولې شي۔ وياند ووئيل مونږ افغانستان كښې امن او استحكام غواړو
مذاكراتو لپاره د مذاكراتو قائل نه يو۔ پاكستان هند سره د نتيجې وړ او غوره مذاكرات كول غواړي
مضمون کا ماخذ : وائکنگز گو برزرک