اسلام آباد 03 جنوري (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني جاپان كښې په تباهي كونكې راغلې زلزلې د د غم دړد څرګندونه كړې ده ۔د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا جاري بيان له مخې د سېنېټ چيئرمېن د كونسلر هاؤس صدر هيډيسا اوټسوجي ته په جاپان كښې د زلزلې په نتيجه كښې په ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونې لپاره خط لېږلے دے۔د سېنېټ چيئرمېن د خپلې او سېنېټ اف پاكستان لخوا په دې پېښه كښې په قيمتي ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه كړې۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل زه باور لرم چې د جاپان اولس به په دې سخت وخت كښې د زغم او بهادرۍ څرګندونه كولو سره د دې آفتونو مقابله وكړي٬دغسې د پاكستان اولس او حكومت د جاپان اولس سره په دې سخت وخت كښې اوږه په اوږه ولاړ دے۔د سېنېټ چيئرمېن د زلزلې له امله ځپليو كورنيو سره د يووالي څرګندونه كولو سره هغوي له په دې سخت وخت كښې د غېر متزلزل ملاتړ او ي والي باور وركړو۔
د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني جاپان كښې په راغلې زلزله د غم دړد څرګندونه وكړه
مضمون کا ماخذ : Loteria Instantânea