اسلام آباد 10 اپرېل (اے پي پي) آئي اېس پي آر د مارچ په 29مه نيټه كال 2016 كښې د هندي استخباراتي اېجنسۍ “را” اېجنټ کلبھوشن یادیو د 6 دقيقيو د اع??رافي بيان وېډو جاري كړې ده ۔ د آئي اېس پي آر ډائرېكټر جنرل د اطلاعات وزيرې سره د مارچ په 29مه نيټه په ترسره شوي خبري كنفرنس كښې په اع??رافي وېډيو بيان كښې د هندي اېجنټ ??مب??ۍ كښې د كور او هېواد كښې د جوړ عكسونه هم ښودلي وو۔ د اع??رافي بيان په وېډيو كښې د هندي استخباراتي اېجنسۍ “را” اېجنټ ??لبهوشن يادويو وئيلي وٶ چې زه د هند په نېوي كښې كمانډر يم ٬ زما لمبر 41558 دے ٬ د هندي سمندري ځواك حاضر سروس افسر يم او د انډين نېوي ټيكنكل څانګې سره تعلق لرم او زما كوډ نامه حسېن مبارك پټېل ده كومه چې د هند استخباراتو لپاره د كار كولو په مهال راكړې شوې۔ ده وئيلي وٶ ما په نېشنل ډيفنس اكېډمي په كال 1987 كې جوائن كړې او د دغې نه پس مې نېوي كښې په جنوري كال 1991 كښې شموليت اختيار كړے ؤه او زما دا شموليت د كمشن افسر په توګه دے او تر كال 2001 مې وظيفه ترسره كوله او كله چې په هندي پارلمان بريد وشو نو ھغه وخت ما د هند استخباراتي اېجسنۍ سره د جاسوسۍ كار كولو ۔ ده خپل اع??رافي بيان كښې وئيلي دي زه د هند د ممبئۍ ښار اوسېدونكې يم او د جاسوسۍ سره سره زه د نېوي هم حاضر سروس افسر يم او په كال 2022 كښې ريټائر كېدونكې يم ۔ خپل اع??رافي بيان كښې ما د نېوي 14 كالو سروس نه پس په كال 04-2003 كښې انټېلي جنس عمليات پېل كړې او او د ايران په چاه بهار كښې مې خپل يو وړوكې كاروبار هم پېل كړے او هم په دغه كال مې د خپل كوډ نوم سره د كراچۍ څو دورې كړې چې مقصد ئې د انډين را لپاره 6 بنيادي ټاسك ترسره كول وو۔ یادیو خپل اع??رافي بيان كښې ووئيل زه د كال 2013 په پائې كښې را كښې شامل كړې شوم او د ھغې ورځې نه د افسر په توګه بلوچستان او كراچۍ كښې كاروا??ۍ كوم او د كراچۍ د امن وضعه خرابولو كښې هم لاس لرم ٬ په بنيادي توګه د “را” جوائنټ سېكتر انیل کمار ګپتا ماتحت يم او پاكستان كښې د موجودګۍ په مهال ھغه سره په تماس كښې وم٬ ده وئېلې دي بلوچ سټوډنټ تحريك مخ په وړاندې بوتلل زما كار ٶ٬ زما كار بلوچ ياغيانو سره پرله پسې رابطې ساتل او د ھغوي په اشتراك كاروا??ۍ كول وٶ٬ دا كاروائۍ مجرمانه او د قامي سلامتيا په ضد وې ٬ دې كارووائيو ته د ترهه ګرۍ كاروائۍ وئيلې شي ٬ چې مقصد ئې پاكستانيان وژل او دوي ته زيان رسول وو۔ خپل اع??رافي بيان كښې ياديو ووئيل بلوچ ياغيانو ته په ډېرو رابطو او طريقو فنډنګ كېږي٬ د بلوچ ياغيانو او د ھغوي په را كښې د موجودو مشرانو كاروائۍ مجرمانه ٬ د قامي سلامتيا په ضد دي چې مقصد ئې پاكستاني وګړي وژل او ورته زيان رسول دي۔ ده ووئيل زياتره كار زما په معلوماتو اډانه وي چې پكښې ګوادر٬ پسني ٬ جيوني او ګوادر پورټ په خوا اوشا كښې نور تنصيبات شامل په نښه كول وو ٬ د دې ټولو كاروائيو مقصد بلوچ لېبرېشن كښې د مجرمانه هلو ځلو ذهنيت قوي كول وو چې دغسې پاكستان عدم استحكام سره مخ كړې شي ۔ خپل اع??رافي بيان كښې ده ووئيل زه د “را” افسرانو لخوا د راكړې شوې هدفونو ترلاسه كولو له د ايران په ساراوان بارډر پاكستان ته راوړېدلې يم ٬ ده ووئيل په كال 2016 كښې د مارچ په 3مه نيټه د پاكستان چارواكو ونيولم ٬ پاكستان ته د راتللو بنيادي مقصد د بلوچ بېلتون خوښو سره بلوچستان كښې كاروائيو له غونډه كول وٶ۔ ده ووئيل د هند استخباراتي اېجنسو بنيادي مقصد بلوچستان كښې ځينې نورې كاروائي كول وې۔ خپل اع??رافي بيان كښې كلبهوشن ووئيل څنګه چې ماته معلومه شوه چې زما انټېلي جنس آپرېشن ناكامه شو او زه د پاكستانو چارواكو په حراست كښې يم نو ما خپله پېژندګلي وكړه چې زه د انډين نېوي كمانډر يم۔
د هندي استخباراتي اېجنسۍ “را” اېجنټ كلبهوشن ياديو د مارچ په 29مه نيټه كال 2016 وركړې اعترافي بيان
مضمون کا ماخذ : قسمت کا پہیہ