باكو 18 مئي (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف د پارليماني پلاوي سره په باكو كښې د درېم پائيكو كنفرنس په موقع د آذربائيجان٬ازبكستان او د تركيه پارليمان سپيكرانو سره جلا جلا ملاقاتونه كړي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف دا مهال په باكو كښې د آذربائيجان ملي مجلس(پارليمنټ)په كوربتوب كښې د اقتصادي مرستې تنظيم پارليماني اسمبلۍ (پائيكو)درېم جنرل كنفرنس كښې ګډون لپاره د آذربائيجان په دوره دے ۔د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې په باكو كښې د آذربائيجان پارليمان سپيكرې غفاروا سره د ملاقات په مهال د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف ووئيل پارليماني سفارت كاري د دواړو هېوادونو ترمينځه موجوده د ورورولۍ اړيكو لا مستحكمولو او د شريكې مرستې دائره كار لا زياتولو كښې كليدي كردار ادا كولې شي۔ټولې څانكې په خاص توګه د تعليم په اړه د قامي اسمبلۍ سپيكر د باكو په پوهنتون كښې د اردو څانګې جوړول هم وستائېل او په دې څانګه كښې د يو “كشمير چيئر” په جوړولو هم مشوره وشوه۔د قامي اسمبلۍ سپيكر د پاكستان په پوهنتون كښې د “كاراباخ چيئر او د آذربائيجاني علومو څانګې”جوړولو تجويز هم وركړو دغې چې د دواړو هېوادونو ځوان كل يو بل په ښه توګه د یپژندلو جوګه شي۔د آذربائيجان سپيكر د غېر وابسته تحريك پارليماني نېټ ورك باكو كنفرنس لپاره د قامي اسمبلۍ سپيكر ته د خپلې بلنې هم پخلے وكړو او هغه ته يې د خپل هېواد دوه اړخيزه دورې بلنه هم وركړه۔ بل خوا د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف د ازبكستان اولي مجلس(پارليمنټ)سپيكر نوردين اسموئيلوون سره هم ملاقات كړے ۔سپيكر ووئيل د پارليماني سفارتكارۍ دوه اړخيزه اړيكو ته وده وركول او د شريكې خوښې په چارو د يو بل سره د رابطې ذريعه ده۔ده ووئيل د پیښور-مزار شريف تاشقند څخه ريل روډ رغونې پشان اقدامات مهم دي۔د افغانستان په اړه خبره كولو سره د دواړو هېوادونو نزدې ګاونډي په حېث سپيكر راجه پروېز اشرف ووئيل په افغانستان كښې امن نه يوازې د منطقې بلكې د ټولې نړۍ امن لپاره د اهميت وړ دے۔د ازبك سپيكر ووئيل د تجارتي اړيكو پراخا امكانات باوجود د دواړو هېوادونو ترمينځه موجوده تجارتي اړيكې د استعداد له مخې نه دي۔د دې نه پس د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف د تركيې د ګرينډ نېشنل اسمبلۍ سپيكر مصطفٰی سينټوپ سره هم ملاقات وكړو۔ده ووئيل د پاك تركيه پارليماني دوستۍ ډلې د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه پارليماني روابط مستحكمولو كښې مهم كردار پاتې شوے۔ده په ټولو سيمه ايزو او نړيوالو فورمونو د جمو او كشمير په مسئله په غږ پورته كولو د تركيه سپيكر مننه وكړه۔ده ملګرو ملتونو او په نورو مهمو فورمز د كشميريانو په غږ پورته كولو د تركيې د صدر كردار هم وستائېلو۔ده ووئيل د آسيائي پارليماني اسمبلۍ صدرات تركيه سره دے او د صدارت سنبهالولو راتلونكې وار د پاكستان دے خو د ځينې وجوهاتو په سبب د اے پي اے صدارت هند ته منتقل كړے شوے
د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف د پارليماني پلاوي سره د آذربائيجان٬ازبكستان او تركيې پارليمان سپيكرانو سره جلا جلا ملاقاتونه
مضمون کا ماخذ : ہاٹ اسپن