پېنډۍ 09 ستمبر (اے پي پي) د امريکې د سينټرل انټېليجنس اېجنسي (سي آئي اے) ډائرېکټر وليم جوزف برنز د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه او د انټر سروسز انټېليجنس ډائرېکټر جنرل (آئي اېس آئي) لېفټيننټ جنرال فېض حميد سره ليدلي او په دې موقع د شريكې خوښې چارو پشمول٬ په سيمه ايز او د افغانستان په روانه وضعه د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د آئي اېس پي آر له مخې د ملاقات په مهال د دې خبرې پخلې وشو چې پاكستان خپلو نړيوالو همكارانو سره په منطقه كښې امن او د افغان اولس مستحكم او سوكاله سباون باوري كولو عزم كړے دے۔ امريكائي چارواكي د افغانستان صورتحال پحقله د كاميابې انخلاء په آپرېشن او سميه ايز استحكام كښې د پاكستان د كردار ستائنه وكړه۔ ده په هره كچه پاكستان سره په سفارتي مرسته كښې د لا بهترۍ په لړ كښې كردار لوبولو له د خپل عزم څرګندونه وكړه
مضمون کا ماخذ : نمبروں دا میگا سینا