اسلام آباد 14 اګست (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن د آزادۍ ورځ په موقع ټول قام له مب??رکي وركولو سره وئيلي هېواد ته د پېښو چیلنجونو ترمخه په غیرجذباتی ډول د مسئلو جاج اخستلو سره هېواد كښې اعتدال او معقولیت ته ودې وركولو ته اړتيا ده، د آزادۍ په ورځ د قامی مقصدونو ترلاسه كولو، د نصب العین تعین او هغې كښې کامیابۍ لپاره ?? تګلارې څخه د انحراف نه كولو عزم کوو، قامی ګټو كښې په آئینِ يو موټې كيدو او د هغې حفاظت او پاسداری باورې كولو به عزمِ كول وي، د پاكستان آئین مونږ ته د قامی مقصدونو ترلاسه كولو لاره ښودنه كوي۔ اولس مشر د دې خيالاتو څرګندونه د آزادۍ ورځې 70مې سالګرې په موقع د قام په نامه خپل پیغام كښې كړي۔ اولس مشر ووئيل نن څخه 70 كاله وړاندې د آزادۍ ترلاسه كولو په وخت زمونږ مشرانو عزم کړې ؤ چې د خپلو پرله پسې هلو ځلو سره ??ه د نړۍ اولس كښې يو ښه مقام ترلاسه كولې شي۔ اولس مشر ووئيل نن چې هېواد د كومو چیلنجونو سره مخ دې ، د هغې ترمخه ضروری ده چې په غیرجذباتی ډول د مسئلو جاج واخستلې شي او په هېواد كښې اعتدال او معقولیت ته وده وركړې شي ۔ ده ووئيل دې لپاره ??ا ضروری ده چې ټول قام يو موټې شي او قامی ګټو له د پاكستان د آئینِ پاسداري وكړي او د هغې حفاظت او پاسداری باوري كولو له مونږ د خپل عزم پخلې وكړو۔ اولس مشر ووئيل نن مون?? عهد کوو چې د آزادۍ په ورځ د قامی مقصدونو ترلاسه كولو، د نصب العین تعین او هغې كښې کامیابۍ لپاره ?? تګلارې څخه د انحراف نه كوو۔ اولس مشر ووئيل راځۍ چې! د هېواد پرمختګ او سوكالۍ له ټول اختلافات لرې كولو سره يو موټې شو او د مایوسۍ تيارې د امید په رڼاګانو كښې بدلو كړو دغسې چې د خپل قام سباؤن محفوظ كړو۔
هېواد ته د پېښو چیلنجونو ترمخه په غیرجذباتی ډول د مسئلو جاج اخستلو سره هېواد كښې اعتدال او معقولیت ته ودې وركولو ته اړتيا ده
مضمون کا ماخذ : کوئٹہ لاٹری