اسلام آباد۔11اګست(اے پی پی) د اسلامي جمهوريه پاكستان صدر آصف علي زرداري وئيلي دي چې هر ي?? پاكستانے وګړے پرته له مذهب ٬ ذات ٬ رنګ يا نسل د خپلې عقيدې له مخې د ژوند كولو حق لري ٬ د قائداعظم محمد علی جناح د اقليتونو حقونو او مذهبي آزادۍ تحفظ لپاره د اګست په 11 مه نېټه كال 1947 كړي لوظ ?? پاتے كېدو عزم پخلے كوؤ٬ صدر مملكت د اقليتونو ورځې 11 اګست په موقعه خپل پېغام كښې ووئيل چې ?? پاكستان په سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې د اقليتونو د كردار په اعتراف كښې مونږ دا ورځ لمانځ??۔ د قائداعظم محمد علی جناح د اقليتونو حقونو او مذهبي آزادۍ تحفظ لپاره د اګست په 11 مه نېټه كال 1947 كړي لوظ ?? پاتے كېدو عزم پخلے كوؤ۔ صدر مملكت ووئيل ?? پاكستان په آئين كښې اقليتونو ته ټول سياسي ٬ معاشي او سماجي حقونه ترلاسه دي۔ زمونږ مذهب اسلام د اقليتونو د حقونو تحفظ په بشپړه توګه تسليموي۔ ده پ?? دې خبره د خوشحالۍ څرګندونه كولو سره ووئيل چې پاكستان اقليتونه پ?? سياسي ٬ سماجي او معاشي توګه پ?? خپلو پښو اودرولو له يو شمېر ګامونه پ??رته كړې دي۔ مونږ په سركاري ملازمتونو كښې اقليتونو لپاره 5 فيصده كوټه او ?? پارليمان په دواړو ايوانونو كښې چوكۍ بېلې كړې دي۔ دې سره سر ه بې وزله او مستحق وګړو سره مالي مرسته كولې شي ٬ دوئي ته واده لپاره ګرانټس او د دوئي زده كوؤنكو ته تعليمي وظيفې وركولې شي۔ د دوئي د عبادت ځايونو بيا رغونې او خيال ساتلو له د فنډز اجراﺀ سره اړوند ګامونه پ??رته كولې شي۔ صدر مملكت ووئيل پاكستان د خپلو اقليتونو د مذهبي ٬ سماجي ٬ سياسي او معاشي حقونو تحفظ باوري كولو عزم لري۔ هر ي?? پاكستانے وګړے پرته له مذهب ٬ ذات ٬ رنګ يا نسل د خپلې عقيدې له مخې د ژوند كولو حق لري۔ صدر مملکت ووئيل د ټولنې ټولې طبقې په شمول د مذهبي سكالرانو ٬ اقليتي نمائندګانو او ميډيا دې خلقو ته د اقليتونو د حقونو په اړه پ??هاوې وركړي ا?? پاكستان يو مضبوط هېواد جوړولو له دې د بېن المذاهب همغږۍ ٬ مينې ٬ زغم ٬ ورورولۍ او يو والي جذبې ته وده وركولو له كار وكړي۔ صدر آصف علي زرداري ووئيل پاكستان به د دوئي د حقونو تحفظ له هره ممكنه هڅه كوي او په ژوند كښې مخ په وړاندې تللو له به دوئي ته يو برابر موقعې وركوي۔ ده ووئيل باور لرم چې ?? پاكستان اقليتونه به د هېواد پرمختګ لپاره خپل مثبت كردار ترسره كوي۔
هر يو پاكستانے وګړے پرته له مذهب ٬ ذات ٬ رنګ يا نسل د خپلې عقيدې له مخې د ژوند كولو حق لري: د آصف علي زدراري د اقليتونو ورځې په موقعه پيغام
Electronic PP credibility entertainment platform
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز لاٹری