اسلام آباد ۔ 25 جنوری (اے پی پی) سكرو څخ د برېښنا جوړولو په 1650 مېګاٶاټ دوو پروژو د عملدرآمد او برېښنا اخستو لوظنامه د شورو په ورځ د اوبو او برېښنا وزارت كښې لاس ليك شوه ۔ د 330 مېګاٶاټ برېښنا په يوه منصوبه د مېسرز تهر انرجي لمېټډ او د 1320 مېګاٶاټ په دويمه منصوبه د مېسرز چائنه پاور حب جنرېشن كمپنۍ پرائيوټ لمېټډ چارواكو او د اوبو او برېښنا وزارت چارواكو لاسليك وكړو۔ په دې موقع د اوبو او برېښنا وفاقي وزير خواجه محمد آصف، د اوبو او برېښنا سېكتر محمد یونس ډھاګه او د پرائيوېټ پاور انفراسټركچر ډوېلپمنټ بورډ چارواكي هم موجود وو۔
مضمون کا ماخذ : اٹلانٹس کا بادشاہ