اسلام آباد 07 نومبر(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي پاكستان نيپال سره د ملګرتيا اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري٬د دواړو هېوادونو ترمينځه د دوه اړخيزه مرستې په خاص توګه د تجارت او سرمايه كارۍ زياتولو ضرورت دے۔د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف سره په پاكستان كښې د نيپال موده ترسره كونكي سفير تاپاس ادهيكاري د مخه ښې ملاقات وكړو ۔وزيراعظم ووئيل پاكستان نيپال سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔سږ كال ستمبر كښې نيويارك كښې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په موقع د نيپال وزيراعظم كے پي شرما اولي سره د خپل ??لاقات ذكر كښې وزيراعظم د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه مرستې په خاص توګه تجارت او سرمايه كارۍ زياتولو په ضرورت زور راوړو ۔وزيراعظم د پاكستان او نيپال ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو قوي كولو لپاره د سفير ادهيكار?? هڅې ستائېلو سره د دواړو هېوادونو اولسي روابط او كلتوري تبادلو ته ودې وركولو كښې ?? هغه كردار وستائېلو ۔ سفير ادهيكاري د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د پاكستان پرمختګ ستائنه و??ړه او په پاكستان كښې سفارتي موده كښې هغه د وركړي مرستې مننه و??ړه۔وزيراعظم د سوئېلې آسيا اولس لپاره امن او د خوشحالۍ په غرض د سيمه ايزې مرستې زياتولو په ضرورت زور راوړو۔
وزيراعظم محمد شهباز شريف سره پاكستان كښې د نيپال موده ترسره كونكي سفير تاپاس ادهيكاري ملاقات وكړو
Fortune Dragon Honest Betting Website
مضمون کا ماخذ : لافانی رومانس