اسلام آباد 04 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي حکومت د هېواد معيشت ودې لپاره زيات استعداد لرونكو څانګو له مراعات وركوي٬ صنعتي او د آئي ټي څانګې پرمختګ لپاره حكومت تاريخي پېكج وركړے ، حکومت د هېواد په نظام كښې كاروباري هلو ځلو لپاره سهولتونه زياتولو لپاره په لويه كچه اصلاحات معرفي كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د ترجيحي څانګو له مخې د آئي ټي څانګې ته د وركړے كېدونكو اسانيو غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔ وزيراعظم ووئيل د صلاحيت لرونكو ځوانانو فري لانسرز ته سهولتونه وركولو سره به د زرمبادله زياتوالے ممكن شي، هېواد كښې د آئي ټي برآمدات زياتوالي ته حکومت پام لرنه كوي ۔ غونډه د آئي ټي سټارټ-اپس، صنعتي څانګې او موجوده آئي ټي کمپنو لپاره د موجوده حكومت د وركړے شوو سهولتونو په نفاذ په تفصيلي توګه خبر كړې شوه ۔ غونډې ته ووئيل شول د وزيراعظم لخوا په دې ورستيو كښې صنعتي او د آئي ټي څانګې ته په وركړے شوي پېكج عملدرآمد په تندۍ سره روان دے٬ دغسې په هېواد كښې د فري لانسزر شمېره كښې د حكومتي اقداماتو په سبب زياتوالے راغلے او دا به لا زياتېږي ٬ د فري لانسرز ون سټيپ رجسټرېشن د پاکستان سافټ وئير ايکسپورټ بورډ پورټل څخه باوري كړے شوے د كوم چې به فېډرل بورډ آف ريونيو څخه رجسټرېشن آټومېټك كېږي٬ د دې نه علاوه د فري لانسنګ د لارې بهر هېوادونو څخه ترلاسه شوې رقم په پاكستان كښې په آسانۍ سره ترسيل له تر بېنكنګ چېلنز رسنې لپاره سټېټ بېنك اقدامات باوري كوي٬ د دې نه علاوه آئي ټي کمپنو ته د حكومت لخوا د ټېكس نه د وركړي كمي څخه استفادې لپاره هم نظام به زر فعاله كړے شي٬ د دې نه علاوه د كمرشل بېنك د لارې منظور كړے شوي سهولتونه او مراعات باوري كولو لپاره هم لارښوونه به زر وكرې شي۔ په دې مهال وزيراعظم د حکومت لخوا د اعلان كړو سهولتونو او مراعات د فري لانسز٬ آئي ټي کمپنو او صنعتونو ته د باوري كولو امر كړے۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو اسد عمر، حماد اظهر، د سپيشل ټيکنالوجي زونز اتھارټۍ چيئرمېن عامر هاشمي او اړوندو چارواكو ګډون كولو او د سټېټ بېنك ګورنر رضا باقر د وېډيو لنك د لارې په غونډه كښې موجود ؤ
حکومت د هېواد معيشت ودې لپاره زيات استعداد لرونكو څانګو له مراعات وركوي۔ د وزيراعظم عمران خان د ترجيحي څانګو له مخې د آئي ټي څانګې ته د وركړے كېدونكو اسانيو غونډې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : مڈاس گولڈ