اسلام آباد 31 جولائی (اے پی پی) د مسلم لیګ (ن) نومولې كانديد شاهد خاقان عباسی د وزيراعظم چوكۍ لپاره د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړې دي۔ د ګل په ورځ قامی اسمبلۍ سیکټريټ كښې د قامی اسمبلۍ سيكتر جواد رفیق ملك سره د خپل تائید او تجویز کوونكو سره شاهد خاقان عباسی د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړي ، د هغه تائید او تجویز کوونكو كښې قیصر احمد شیخ، زاهد حامد، اعجاز الحق، شیخ آفتاب احمد، عبدالقادر بلوچ، سائرہ افضل تارړ، سردار محمد یوسف، جنید انو??ر چوهدری، ارشد لغاری هم موجود وو۔ په دې موقع ميډيا سره په خبرو كښې د مسلم لیګ (ن) كانديد شاهد خاقان عباسی خپلو خبرو كښې ووئيل مسلم لیګ (ن) اتحادی ګوندونو سره په تماس كشې دے ۔ هيله ده مونږ به په اکثریت سره کامیابی ترلاسه كړو۔ د يوې پو??تنې په ځواب ده ووئيل د مسلم لیګ (ن) حکومت چې كومې هم پالیسی وي هغه به روانې وي او د هېواد پرمختګ او سوكالۍ ته به پام لرنه كولې شي۔ د يوې بلې پو??تنې په ځواب كښې ده ووئيل د کابینې پريكړه به ګوند كوي۔ ده ووئيل مونږ تل د دښمنانو په مړانه مقابله كړې او بيا به ئې هم كوو۔
د مسلم لیګ (ن) نومولې كانديد شاهد خاقان عباسی د وزيراعظم چوكۍ لپاره د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړل
مضمون کا ماخذ : خیبر پختونخوا لاٹری