كھټمنډو 06 مارچ (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي پاكستان او نیپال خپلو كښې دوه اړخيزه اړ??كو ته د ودې وركولو او دا په بيلو څانګو كښې په فعاله شراكت دارۍ د بدلولو زيات صلاحیت لري، پاكستان نیپال له زيات اهمیت وركولو سره د دواړه حكومتونو او اولس په كچه رابطو ته وده وركول غواړي۔ ده دا خبره د نیپال اولس مشر بدھیادیوی بھنډاری سره د نهې په ورځ خپلو خبرو كښې وكړه۔ دا ملاقات مهاراج ګنج كښې د نیپال سركاری صدارتی محل’’شیتل نواس‘‘ كښې شوې چې پكښې سارك له د سيمه ايزې سوكالۍ لپاره د مه?? پلیټ فارم په توګه وده وركولو، د كشمير مسئلې ، په سی پیك پیشرفت ، ??عې??ت، سیلګرۍ او كلتور پشمول په بيلو څانګو كښې د مرستې په تګلاره هم خبرې شوې۔ وزیراعظم اولس مشر بدھیا دیوی له هېواد كښې د جمهوری عمل كامیابۍ سره په بشړولو مباركي وركولو سره ووئيل د اقتدار په ښه ډول منتقل كول به سیاسی استحكام او ??رم??تګ پلو يو قدم ثابت شي۔ ده دا پیشرفت د جمهوریت، سیاسی استحكام او اقتصادی ??رم??تګ پلو د نیپال پیشقدمۍ كښې يو لويه كاميابي وګرځوله۔ وزیراعظم اقتصادی اړيكې او دوه اړخيزه تجارت زياتولو په حاجت زور راوړو كوم چې 2016-17 ء كښې 5.78 ملیونه ډالره ؤ۔ده ووئيل پاكستان تل د نیپال خپلو ملګرو سره ولاړ دے او مونږ د نیپال لپاره تعلیمی او بشري همدردۍ له لوظي يو۔ وزیراعظم اولس مشر بدھیا له د پاكستان دورې كولو بلنه هم وركړه۔ دواړه لارښودو په نړيوال فورمز د يو بل په مرسته كولو د اطمینان څرګندونه وكړه۔اولس مشر بدھیا دیوی اونيو كښې د پاكستان اقتصادی ??رم??تګ ستائلو سره ووئيل هېواد كښې مثالی ??رم??تګ د ستائنې وړ دے۔ ملاقات كښې د نیپال سینئر چ??رو??كي او نیپال كښې د پاكستان سفیر مظهر جاوید هم موجود وؤ۔
سارك له د سيمه ايزې سوكالۍ لپاره د مهم پلیټ فارم په توګه د لا ودې وركولو، د كشمير مسئلې ، په سی پیك پیشرفت ، معېشت، سیلګرۍ او د كلتور پشمول په بيلو څانګو كښې د مرستې په تګلاره خبرې وشوې
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کی پیش گوئی