ملګري ملتونه 08 فروري (اے پي پي) د سلامتي كونسل مستقل غړو شمېره زياتول به د پاكستان لپاره”رېډ لائن “وي۔دا خبره ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې ډاكټر مليحه لودهي سلامتي كونسل كښې په اصلاحات روان بحث په مهال د خيالاتو څرګ??دو??ې كښې وكړه۔دې ووئيل د سلامتي كونسل مستقل غړې زياتول به د احتساب او جمهوريت د ټولو اصولو نفي وي كومې ته چې پاكستان اهميت وركوي۔دې ووئيل د سلامتي كونسل اصلاحاتو په لړ كښې دې د هر هېواد په اړه رېډ لائن تعين كړې شي ۔په دې اړه د پاكستان دريځ سپيناوے كولو سره دې ووئيل اصلاحات په اړه كومه هم مسوده به په هغه صورت ګټوره وي كله چې غړي هېوادونه په دې سلا شي۔دې ووئېل په مسوده تر هغه و??ته سلا نشي راتللې تر څو د غړو هېوادونو ترمينځه شديد اختلافات موجود وي۔د پاكستان دريځ په دې حقله دا دے چې خپل پام په اداره كښې اصلاحاتو ته وكړي۔د پاكستان مستقل استازي د سلامتي كونسل مستقلو غړو شمېره زياتولو په ضد دستاويزي دلائلو سره ووئيل په 1945 كښې د عمومي اسمبلۍ 46 غ??و لپاره 6 چوكۍ وې٬په 1965 كښې د عمومي اسمبلۍ د غړو هېوادونو شمېره 112 ته ورسېده٬نن دغړو شمېره 188 ته رسېدلې خو دې لپاره په سلامتي كونسل كښې لس چوكۍ مقرر دي۔ مليحه لودهي ووئېل صورتحال څخه په ډاګه كېږي چې د سلامتي كونسل مستقلو چوكو د زياتوالي هېڅ جواز نشته
د سلامتي كونسل مستقلو غړو شمېره زياتول به د پاكستان لپاره”رېډ لائن “وي٬د پاكستان استازې سلامتي كونسل كښې په اصلاحاتو روان بحث كښې د خيالاتو څرګندونه
مضمون کا ماخذ : جنگل کی روح: جنگلی کی کال