لاهور۔15جنوری(اے پی پی) د وزيراعظم د ملي امنيتي چارو صلاحكار ډاكټر معيد يوسف وئيلي دي چې د ملي امنیت پالیسي یوه متفقه پالېسي ده چې د ټولو اړخونو په مشوره جوړه شوې ده٬ پارليماني كمېټي مو چې كله هم وغواړي بريفنګ لپاره چمتو يؤ۔ د ملي امنيت په پالېسۍ بايد سياست ونكړې شي ، کشمیر مهمه مسئله ده كومه چې د نظر نه غورځول كېدې نه شي٬ افغانستان سره د ازغن تار مسئله دې د خبرو د لارې حل كړې شي٬ هند كښې اوس هم اقليتونه محفوظ نه دي ٬ په سي پېك كار روان دے د دې به ښې نتيجې رامخې ته شي ٬ غېر ملكي سرمايه كارو ته به سرمايه كارۍ لپاره غوره آسانۍ وركړؤ۔ هغه د خالي په مهال په ګورنر هاؤس كښې ميډيا سره خبرې كولې۔ ډاکټر معید یوسف ووئيل د ملي امنيت پالېسي ډېره موده پس د ټولو اړخونو مشاورت سره جوړه كړې شوې ده په كومو كښې چې سول او ملټري مشرتابه شامله وه ٬ كوم هم حكومت ته به دا اختيار وي چې دې ته بيا كتنه وكړي ولې د دې پالېسۍ روح بدلېدې نه شي٬ د سېنېټ او قومي اسمبلۍ كمېټۍ دې مقصد لپاره جوړې كړې شوي دي هغه چې كله هم وغواړي مونږ بريفنګ له چمتو يؤ۔ ډاكټر معيد يوسف ووئيل افغانستان كښې حالات ښه پلو روان دي بياهم ځينې چارې داسې شته كومې چې د خبرو د لارې حل كېدې شي۔هغه ووئيل افغانستان سره په تجارت كښې بهتري رامخې ته كېږي زمونږ ټركونه د روزانه په بنياد روان دي كوم چې كومو ستونزو سره نه مخ كېږي۔ هغه ووئيل د مسئلو حل د خبرو د لارې ممكن دے۔ هغه ووئيل د كشمير په هېڅ صورت كومه سودا كېدې نه شي۔ هند اقليتونو لپاره تر ټولو زيات غېر محفوظ هېواد دے او ددې د ظلم او تشدد نه د هټلر روح هم رپېږي۔ هند چې كوم پلو روان دې د دې يو پاك پروردګار حافظ دې۔ هغه ووئيل د ملائشیاء ترکيه او سعودی عربستان په شمول يو شمېر هېوادونه غېر ملكيانو ته د سرمايه كارۍ او اوږدې مودې لپاره د پاتې كېدو اجازه وركوي دغسې مونږ به هم غېر ملكي سرمايه كارو ته هر ډول آساني وركړؤ۔ هغه ووئيل كه د چين يا كوم بل هېواد وګړي پاكستان كښې خپلې كارخانې پرانستل غواړي نو مونږ ته به دې سره كوم زيان نه رسي۔ هغه ووئيل په سي پېك كار روان دې او د دې به ښې نتيجې رامخې ته شي۔ هغه ووئيل غواړؤ چې افغانستان كښې هم دا ډول يوه منصوبه وي۔
د ملي امنیت پالیسي متفقه پالېسي ده٬د ټولواړخونوپه مشوره جوړه شوې٬ معيد يوسف
مضمون کا ماخذ : بڑا برا بھیڑیا۔