اسلام آباد۔29 مئی(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي پاكستان عراق سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې دواړه هېوادونه د يو بل تجربو نه استفاده كولې شي۔ د خارجه دفتر له مخې د خالي په ورځ د عراق پلازمينه بغداد كښې خارجه وزير خپل عراقي همڅنګ سره وليدل۔ ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو ٬ په ګڼ اړخيزه څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې په وده ٬ د شريكې خوښې او په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خارجه وزير د عراق دورې په بلنه او د اخلاص نه ډكې مېسلمتيا پع كولو د عراق وزير مننه كولو سره ووئيل پاكستان عراق سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔ دواړه هېوادونو يو بل سره په تاريخي ٬ مذهبي او كلتوري خپلولو تړلي دي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل مونږ خپل سياسي ترجيحات په جغرافيائي اقتصادي ترجيحاتو كښې بدل كړي دي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل پاكستان د 22 كروړه آبادۍ رامخې ته كېدونكې ماركېټ دے چرته چې د سرمايه كارۍ بلها موقعې دي۔ خارجه وزير ووئيل د شريكې خوښې په چارو تفصيلي مشاورت له د پاكستان او عراق ترمينځھ د مشتركه وزارتي كېمشن 9 مې غونډې زر تر زره كېدو ته سترګې په لاره يؤ۔ دا خبره د خوشحالۍ ده چې تر دې دمه 63 عراقی سفارت کارو د پاكستان فارن سروس اكېډمۍ څخه د سفارتي چارو تربيه ترلاسه كړې ده۔ شاه محمود قرېشي ووئيل پاكستان د افغانستان په شمول ګرده منطقه كښې امن له د روانو هڅو همكار دے۔ خارجه وزير ووئيل د ترھګرۍ په ضد جنګ كښې دواړه هېوادونه د يو بل تجربو څخه ګټه پورته كولې شي۔ خارجه وزير د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د عراقي اولس د ځانګړې قربانيو ستائنه وكړه۔ خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي خپل عراقي همڅنګ فلسطين او مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو په ضد د روانو خلاف وزريو حوالې سره د پاكستان د دريځ نه خبر كړو۔ هغه ووئيل په فلسطين د روانو ظلمونو بې پرې او آزادو پلټنيو له د هېومن رائټس كونسل خصوصي غونډه كښې د منظور شوي قرارداد هركلې كوؤ۔ خارجه وزير منځني ختيز كښې امن په ځائې كېدو له د فلسطين مسئله او په سوئيلي آسيا كښې امن او استحكام له د كشميرې مسئلې حل كېدل ضروري وګڼل۔ دواړو خارجه وزيرانو د كورونا وبا مخنيوي له په نړيواله كچه د شريكو هڅو كولو په حاجت زور راوړو۔ پاكستان د كورونا وباﺀ په مهال د عراقي وروڼو مرستې له د طبي سامان درې الوتكې ولېږلې۔ عراقي خارجه وزير فواد حسېن د كورونا وبا په مهال د مرستې په كولو د پاكستاني مشرتابه مننه وكړه۔ دواړه خارجه وزيران د ملګرو ملتونو او او آئي سي په شمول په نړيوالو فورمونو دوه اړخيزه مرستې ته وده وركولو ته هم صلاح شول
پاكستان عراق سره دوه اړخيزه اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔ د خارجه وزير شاه محمود قرېشي خپل عراقي همڅنګ سره خبرې
مضمون کا ماخذ : نتیجہ ڈوپلا سینا