اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي) د پاکستان او امریکې د اړيكو روانو ساتلو او د شخصي دوه اړخيزه سرمايه كارۍ زياتولو لپاره د عزم پخلے كړے دے ٬ دواړه هېوادونه شريكې ګڼ اړخيزې اړيكې لري كومې چې د اولس او كاروباري ټولنې لپاره ګټه ورې دي٬ پاكستان كښې د معاشي اصلاحاتو په سوب معيشت مستحكم شوے او ا??ري??ا به د اصلاحاتو په عمل كښې د پاکستان مرسته روانه ساتي۔ دا خبرې د 8مې تجارتي او سرمايه كارۍ فرېم ورك لوظنامې كونسل غونډې نه پس شريك بيان كښې شوې۔غونډه كښې پرېكړه وشوه چې پاکستان به د اعلیٰ كچ زرعي پلاوي په كال 2017 كښې ا??ري??ې ته لېږي دغسې په ا??ري??ا كښې كېدونكو تجارتي نندارتونونو كښې به 20 ګډون كوٶنكو پلاويو ته آسانۍ هم وركوي۔ غونډه كښې دواړو هېوادونو شريك تجارت زياتولو له سوداګرو له تر منډيانو رسنې له د عزم څرګندونه وكړه۔ دواړو اړخو د معاشي اړيكو پشمول اړيكو لا زياتولو له هم عزم وكړو۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې وفاقي وزير خرم دستګیر ووئيل پاکستان د امریکې ټېكسټائ?? منډۍ ته په ترجيحي بنياد رسنه غواړي٬ پاكستان ا??ري??ې ته پاكستان د راتللو په مزل اېډوائزرۍ د بيا كتنې خواست كړې ۔ د امریکائي پلاوي مشري سفير مائيكل فورمېن كوله۔ په پلاوي كښې سفير ډېوډهيل ډېټي ٬ تجارتي نمائنده مېتهوووګل ٬ مائيكل ډېلېنسي او د ا??ري??ې مېنځنۍ او سوئيلي آسيا لپاره ډائرېكټره زیبا ریاض الدین شامل ده۔ د پاكستان په پلاوي كښې د تجارت سېكتر عظمت رانجھا٬ دوهم سېكتر اسد همایوں الدین او واشنګټن كښې ټرېډ منسټر علي طاهر شامل وو
د پاکستان او امریکې د اړيكو روانو ساتلو او دوه اړخيزه سرمايه كاري زياتولو له د عزم پخلے
مضمون کا ماخذ : جنگل کے راز