اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي)د اقتصادي سفارتكارۍ په اړه مهمه غونډه د خارجه وزير شاه محمود قرېشي په مشرۍ كښې د زيارت په ورځ په خارجه وزارت كښې وشوه۔په غونډه كښې خارجه سېكرټري سهيل محمود٬سپېشل خارجه سېكرټري رضا بشير تارړ٬سعودي عرب لپاره په پاكستان كښې نامزد سفير امير خرم راټهور او د خارجه وزارت سينئر افسرانو ګډون كولو۔په نيويارك او جنيوا كښې د پاكستان مستقل استازو ايمبيسډر منير اكرم او ايمبيسيډر خليل هاشمي او په امريكا كښې د پاكستان سفير اسد مجيد د وېډيو لنك د لارې په غونډه كښې ګډون كولو۔د دې نه علاوه په واشنګټن كښې د پاكستان نامزد سفير سردار مسعود خان هم په غونډه كښې ګډون كولو۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل د پاكستان معاشي استحكام لپاره مونږ اقتصادي ترجيحاتي تګلارې ته پام لرنه كړې۔ده ووئيل حكومت په وړومبي ځل جامع قومي سېكورټي پالېسي وضع كړې۔زمونږ د قامي سېكورټي پالېسۍ پام په اقتصادي ترجيحات عملدرآمد او د اقتصادي اهداف په سر كولو كښې دے۔خارجه وزير د اقتصادي سفارتكارۍ په ښه ډول وړاندې تللو لپاره د سينئر سفيرانو لخوا د وړاندې كړو تجاويز هركلے وكړو او وې وئېل د وزيراعظم عمران خان وژن په رڼا كښې په خارجه وزارت كښې د اقتصادي سفارتكارۍ ډويژن دېر زر جوړولو لپاره عزم لرو۔
د خارجه وزير شاه محمود قرېشي په مشرۍ كښې د اقتصادي سفاركارۍ په اړه مهمه غونډه
مضمون کا ماخذ : راکی