اسلام آباد۔10اګست(اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي په تیرو وختونو کښې جنګونه د زور له لارې كېدل ، اوس د رائے عامه جنګ كېږي۔مونږ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د 70 زره ځانونو قرباني وركړې خو تر دې دمه په دې اړه کوم کتاب نه دے لیکلے شوے. د میډیا منظرنامه تر ډېره حده پراخه شوې. نن د ډیجیټل میډیا اشتهارونه تر 25 اربه روپو رسېدلي۔ فېس بك او ګوګل پاكستان سره د 7.5 اربه روپو اشتهارونو بزنس كړے۔ رجحان بدلیږي ، په میډیا كښې د ټېكنالوجۍ خلل له امله په ځينې ځايونو كښې دندې ختمې شوي او ځينې نوې دندې رامينځ ته شوي۔ مونږ له به نړۍ ته خپل نكته نظر وړاندې كولو او ميډيا كښې پرمختګ له ډيجيټل ميډيا ته خاص پام لرنه كول وي۔ هېواد كښې په مېشته 42 جلرنلزم سكولونو كښې د 1960ﺀ نصاب ښودلے كېږي٬ په بهر نړۍ كښې لائټس او ساؤنډز كښې خلكو پي اېچ ډي كړې۔ مونږ سره تر لرې لرې داسې كسان نشته۔ د ميډيا پرمختګ لپاره اولنے ميډيا ټېكنالوجي پوهنتون جوړولے شي۔ میډیا ټېکنالوجي پوهنتون كښې به د اېنی مېشن، وېژوئل ایفېکټس، فلم سازۍ او کېمرہ ورک په شمول د ميډيا د ټولو څانګو په اړه تعليم وركولې شي۔ میډیا كښې به 1500 انټرن شپس وركولې شي۔ پی ټی وی ایچ ډی او د ریډیو خپرونې انټرنېټ ته منتقل كړے شوي۔ کېبل آپرېټرز لپاره ډیجیټل کېبل پالېسی منظور كړے شوې ۔ کېبل آپرېټرز ته به د كامياب جوان پروګرام ترسېوري لاندې قرض وركولې شي دغسې چې هغوي خپلو صارفينو ته ډيجيټل كېپل وركړے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د نېشنل ډيفنس پوهنتون نېشنل ميډيا وركشاپ كښې ګډون كوؤنكو ته خطاب كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل د ميډيا بېلو طريقو ترمينځه فرق ختم شوے۔ نن د ټي وي او ورځپاڼې ځاے موبائل اخستے۔ نن موبائل فون زمونږ د ورځپاڼو ٬ سوشل ميډيا او فلم ذريعه ده۔ وفاقی وزیر ووئيل پېمرا سره د جرمانې لګولو حد د زيات نه زيات لس لكهه روپۍ دے۔ په اوسني دور كښې په خاص توګه لويو ادارو لپاره دا جرمانه د نشت برابر ده۔ هغه ووئيل په نړۍ كښې داسې نه شي كېدے چې سی اېن اېن د امریکا تر ټولو لوي ټي وي چېنل وي او هم هغه تر ټولو لويه ورځپاڼه هم چلوي۔ هغه ووئيل پاكستان كښې ځينې ادارې داسې دي چې هغوي ميډيا چېنلز جوړ كړي خو په حقيقت كښې كاروبار څه بل څه دے۔ چوهدری فواد حسېن ووئيل دا مهال نزدې 7 چنېلې داسې دي كومې چې غېر قانوني دي۔ دې چینلو د تفريحي چېنل يا تعليمي چېنل لائسنس ترلاسه كړے او هغه نيوز چېنل چلوي٬ دې چېنلو عدالتونو څخه حكم امتناعي هم ترلاسه كړې۔ هغه ووئيل مونږ له به خپل رېګولېشن فرېم ورك مضبوطول وي۔ وفاقي وزير ووئيل ما په كال 2018ﺀ كښې وئيلي وؤ كه چېنلز ډيجيټل نه كړے شول نو دې سره به د ميډيا په صنعت كښې ستونزې رامخې ته شي۔ دغه وخت مې اېف بي آر ته په لېږلي خط كښې ليكلي وؤ د ډیجیټل میډیا اېډورټائزمنټ څلور اربه روپې دے۔ راروانو 5 كلونو كښې به دا 12 اربه نه 16 اربه روپو ته ورسي۔ دې لپاره بايد رېګولېشنز وكړے شي۔ وفاقي وزير فواد چوهدري ووئيل نن د ډیجیټل میډیا اشتهارونه تر 25 اربه روپو رسېدلي۔ فېس بك او ګوګل پاكستان سره د 7.5 اربه روپو اشتهارونو بزنس كړے۔ دې نه دا څرګندېږي چې رجحان بدلېږي۔ هغه ووئيل يو نجي ورځپاڼې 15 دفترونه ختمولو نه پس كراچۍ كښې يو هېډ آفس جوړ كړے او د 16 دفترونو كار په يو دفتر كښې كېږي۔ هغه ووئيل ټېکنالوجۍ كه په ميډيا كښې كه خلل اچولے نو ورسره بل اړخ ته د سوؤنو په شمېر خلكو له د ملازمت نوې موقعې هم رامخې ته شوي۔ وفاقي وزير ووئيل پخوا د اطلاعات وزارت د حكمران ګوند وياند جوړ كړے شوے ؤ او نن د رياست د وياند په حېث كار كوي۔ هغه ووئيل سي اېن اېن د نور مقدم كېس په اړه يو رپورټ جاري كړے كوم كښې چې وئيلي شوي پاكستان مېرمنو لپاره يو محفوظ هېواد نه دے۔ كله چې مونږ شمېرې ترلاسه كړی نو هغوي ته مو ووئيل امريكا كښې په مېرمنو ظلم زياتے د پاكستان نه لس چنده زيات دے۔ هغه ووئيل زمونږ نكته نظر هغوي نه خپروي۔ په تیرو وختونو کښې جنګونه د زور له لارې كېدل ، اوس د رائے عامه جنګ كېږي۔مونږ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د 70 زره ځانونو قرباني وركړې خو تر دې دمه په دې اړه کوم کتاب نه دے لیکلے شوے او نه كوم داسې فلم جوړ كړے شوے كوم كښې چې د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان قربانۍ ښودلې شوي۔ وفاقي وزير ووئيل د ډيجيټل ميډيا د پرمختګ مطلب دا نه دے چې ورځپاڼې يا ټي وي ختم كړے شي۔ هغه ووئيل په سباؤن كښې به زمونږ كوچنيان د ټي وي په ځاے لېپ ټاپ او فون ته زيات اهميت وركوي۔ وفاقي وزير ووئيل مونږ پي ټي وي كښې 200 انټرن شپس ٬ اے پي پي كښې 500 انټرن شپس او ډيجيټل ميډيا ونګ كښې 300 انټرن شپس وركوؤ۔ په ميډيا كښې به په مجموعي توګه 1500 انټرن شپس وركولې شي۔ هغه ووئيل مونږ په تېرو درېو مياشتو كښې دوه لوي ریفارمز كړي په كومو چې مونږ وياړ لرؤ۔ هغه ووئيل پي ټي وي اېچ ډي كړے شوے او د رېډيو خپرونې انټرنېټ ته منتقل كړے شوي۔ دې سره سره مونږ د ډیجیټل کېبل پالېسۍ منظوري وركړې ۔ وفاقي وزير ووئيل زمونږ څلور زره كېبل آپړېټرز دوه كروړه صارفين لري۔ هغه ووئيل مونږ به کېبل آپرېټرز ته د كامياب جوان پروګرام ترسېوري لاندې قرض وركوؤ دغسې چې هغوي خپلو صارفيونو ته ډيجيټل كېبل وركړے شي۔ هغه ووئيل مونږ د سبسكرپشن ماډل هم معرفي كوؤ۔ هغه ووئيل مونږ سره د انګرېزي چېنل نشتوالي يو سبب دا هم دے چې د دې سبسكرپشن نشته۔ هغه مثال وركړو چې په لياري كښې د باكسنګ ټورنامنټ كېږي شايد دغه ټورنامنټ كښې د پوټهوهار خلك خوښي نه لري او د لياري خلك دا خوښۍ ځكه جې د لياري ځائي كېبل آپرېټر دغه ټورنامنټ په اخستو د سبسكرپشن د لارې صارفينو ته ښودلې شي۔ دې سره به د ميډيا په منظرنامه كښې يوه لوي بدلون رامخې ته شي۔ وفاقي وزير په دې موقع د ګډون كوؤنكو د پوښتنو ځوابونه هم وركړل۔
په تیرو وختونو کښې جنګونه د زور له لارې كېدل ، اوس د رائے عامه جنګ كېږي۔ د میډیا منظرنامه تر ډېره حده پراخه شوې۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د نېشنل ډيفنس يونيورسټۍ نېشنل ميډيا وركشاپ كښې ګډون كوؤنكو ته خطاب
مضمون کا ماخذ : números quina hoje