اسلام آباد 07 مئي (اے پي ??ي) وزيراعظم عمران خان سپارښتنه كړې په ټول هېواد كښې د معاشي چارو او د روزګار موقعو زياتوونكو فلاحي او پرمختيائي پروژو ته پام لرنه وكړئ ك. د وزيراعظم دفتر مېډيا څانګې لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې د راتلونكي مالي كال د پبلك سېكټر ډوېلپمنټ پروګرام د وړاندېزونو په اړه غونډه وشوه. په غونډه كښې د خزانې وفا??ي وزير شوكت ترين، د منصوبه بندې وفا??ي وزير اسد عمر، د صنعت وفا??ي وزير خسرو بختيار، د وزيراع??م خاص مرستيال وقار مسعود او اعلٰی چاراكو ګډون وكړو. په غونډه كښې په اوسني مالي كال كښې د پي اېس ډي پي ??ه مخې په روانو پرمختيائي پروژو او د فنډ په استعمال، د راتلونكي مالي كال په پي اېس ډي پي، د نوو سكيمونو په ترجيحات او د روانو پروژو د پرمختګ جاج اخستو په لړ كښې خبرې وشوې. وزيراعظم عمران خان د اولس د خېر ښېګړې او د پرمختيائي پروژو په اړه ترجيحات مرتب كولو سره د هغو نوو پروژو شاملولو په اهميت زور راوړو د كومو په نتيجه كښې چې به په ټول هېواد كښې معاشي چارې زياتې شي او د روزګار د موقعو څخه به اولس استفاده وكړي. وزيراعظم په غونډه كښې وړاندېزونو ??ه د ځينې سپارښتنو په رڼا كښې په راتلونكې غونډه كښې د حتمي شكل وركولو امر وكړو.
ټول هېواد كښې د معاشي چارو او د روزګار زياتوونكو پرمختيائي پروژو ته پام لرنه وكړئ . د وزيراعظم عمران خان د راتلونكي مالي كال د پي اېس ډي پي په اړه غونډه كښې سپارښتنه
مضمون کا ماخذ : como jogar dupla sena