اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) وفاقي کابينې د هاٶسنګ او وركس وزارت په وېنا د پاکستان پبلک ورکس ډيپارټمنټ ختمولو د تګلارې منظوري وركړه او كابينه ته ووئيل شول چې انفارميشن ټيکنالوجي، د کشمير و ګلګت بلتستان او سېفران وزارت٬ د صنعت و پيداوار او د قامي صحت وزارتونو د غېر ضروري ذيلي ادارو بندولو او د ضروري ادارو د رائټ سائزنګ پحقله ب??يادي معلومات ترلاسه كولو عمل به د جولائي تر 12مې نيټې بشپړ كړې شي، دغسې د 19 جولائي څخه ب?? وفاقي حكومت د نورو وزارتونو د دې نوعيت معلومات ترلاسه كولو نه پس د نورو ادارو بندولو يا ضم كولو سفارشات مرتب كوي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د ??ار?? خبر پاڼې له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه د شورو په ورځ وشوه چې پكښې د هاٶسنګ اېنډ وركس وزارت د پاكستان پبلک ورکس ډيپارټمنټ ختمولو د تګلارې منظوري وركړې شوه ٬ د منظور شوې تګلارې له مخې د وفاقي پرمختيائي منصوبو نګرانۍ لپاره ب?? پاکستان انفراسټرکچر ډويلپمنټ کمپني جوړولې شي او د وفاقي حكومت په نګرانۍ كښې به د صوبائي نوعيت ټولې پرمختيائي منصوبې اړوندو صوبائي ادارو ته سپارلې شي٬ دغسې پاک پي ډبليو ډي ته سپارلې شوې د كيئرنګ او بيا رغونې كارونه روانه ساتلو لپاره ب?? ايسيټ اينډ فيسيليټي مينجمنټ کمپني جوړولې شي٬ د پاک پي ډبليو ډي د عملې درجه ب??دۍ نه وروستو به دغه اړوندو وزارتونو ته منتقل كولې شي او په ګولډن هينډ شيک سکيم به عمل كولې شي٬ دغسې په هېواد كښې د پاک پي ډبليو ډي د ټول املاك رېكارډ به کمپيوټرائزيشن كولې شي٬ د كابينې په امر به د ټرانزيشن دا عمل په دوو اوونيو كښې دننه بشپړولې شي۔ كابينې د خزانې وزير په مشرۍ كښې حکومتي حجم كمولو په لړ كښې جوړې كړې شوې كمېټۍ د تر اوسه د شوي پېشرفت په اړه بريفنګ وركړو۔ په بريفنګ كښې ووئيل شول د انفارميشن ټيکنالوجۍ، د کشمير او ګلګت بلتستان چارو، د سېفران چارو، د صنعت و پيداوار او د قامي صحت وزارتونو د غېر ضروري ذيلي ادارو بندولو او د ضروري ادارو د رائټ سائزنګ پحقله ب??يادي معلومات ترلاسه كېږي، دا عمل به تر 12 جولائي بشپړ شي٬ كمېټي به د دې معلوماتو په سبب د اړوندو وزارتونو په مشاورت سره وړاندېزونه كابينې ته د اګست په وړومبۍ اونۍ كښې وړاندې كوي٬ دغسې د 19 جولائي څخه ب?? وفاقي حكومت د نورو وزارتونو د دې نوعيت معلومات ترلاسه كولو سره د نورو ادارو بندولو يا ضم كولو سفارشات مرتب كوي۔ كابينې په هېواد كښې په قانوني توګه د مېشته 1.45 مېليونه افغان كډوالو د كومو د پروف آف رجسټريشن کارډز موده چې په 30 جون كال 2024 كښې ختمه شوې د هغوي په پي او آر كارډز موده كښې تر 30 جون كال 2025 د پراختيا كولو منظوري وركړه۔ وفاقي کابينې د هاؤسنګ اينډ ورکس وزارتِ په سفارش په پېښور كښې د فيډرل لاج لمبر II وداني دفتري استعمال لپاره اليکشن کميشن آف پاکستان ته د منتقل كولو منظوري وركړه ٬ دې ودانۍ كښې به د صوبائي اليکشن کمشنر دفتر په مستقل بنيادونو جوړولې شي۔ دغسې وفاقي کابينې د قانون او انصاف وزارت په سفارش د هېواد په بېلا بېلو ښارونو كښې د اپيلټ ټربيونل ان لينډ ريونيو بنچونو څخه 7 اکاؤنټنټ ممبرز بېرته اېف بي آر ته د لېږلو او د وزارت لخوا د ټاكلے شوو 14 افسرانو په اپيلټ ټربيونل انلينډ ريوينيو بينچونو كښې د تعيناتولو منظوري وركړه ۔ وفاقي کابينې د صحت وزارت په سفارش جوائنټ سيکرټري محمد اقبال د منتظم په توګه د نيشنل کاؤنسل فار هوميوپيتھي تعيناتولو منظوري هم وركړه۔ دغسې وفاقي کابينې د قامي صحت وزارت په وېنا د پاکستان ميډيکل اينډ ډينټل کونسل معيار له مخئ د بهاولپور ميډيکل کالج په 19م اپريل كال 2024 د تسليم شوي حېثت ختمولو منظوري وركړه ٬ په دې اداره كښې تعليم ترلاسه كوٶنكي زده كوٶنكي به د هېواد نورو ميډيکل کالجونو ته منتقل كولې شي۔ په دې مهال وزيراعظم پوښتنه وكړه چې د غير معياري كېدو باوجود بهاولپور ميډيکل کالج ته پي اېم ډي سي د تعليمي هلو ځلو ??ار?? ساتلو اجازه ولې وركړې۔ وزيرِاعظم د پرائم منسټر انسپکشن کميشن ته د پلټنو حكم هم وكړٶ۔ وزيراعظم د پي اېم ډي سي د چارو پحقله د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد خان چيمه، د منصوبه ب??دۍ كمېشن ډپټي چيئرمين ډاکټر جهانزيب خان او د وزيراعظم قامي صحت لپاره کوآرډينيټر ملک مختار احمد بھرتھ پشمول يوه كمېټي جوړه كړه او ورته ئې امر وكړو چې ھغه د پي اېم ډي سي د تھرډ پارټي آډټ پحقله وړاندېزونه د كابينې په راتلونكې غونډه كښې وړاندې كړي۔ دغسې وفاقي کابينې د صحت وزارت په سفارش د ډرګ ريګوليټري اتھارټي آف پاکستان د اشتهارات په لړ كښې د كمېټۍ د 17م او 18مې غوندې د مجوزه داروګانو 53 اشتهارات په ټي وي، ريډيو او په ورځپاڼو كښې د تشهير منظوري هم وركړه۔ وفاقي کابينې د کے-اليکټرک په ب??رډ آف ډائريکټ??ز كښې د پاكستان حکومت لخوا جاويد قرېشي د ډائريکټر په توګه د تعيناتولو منظوري وركړه۔ وزيراعظم امر وكړو چې د ټولو رياستي ادارو د غېر فعاله او په نامكمل بورډز آف ډائريکټ??ز كښې په دوو اوونيو كښې دننه په وظيفائي توګه د ښه شهرت وړ كسان تعينات كړئ او دغه فعاله كړئ۔ وفاقي کابينې د اقتصادي رابطه کميټۍ د 27م جون كال 2024 په غونډه كښې د شوو پرېكړو توثيق هم وكړو٬ دغسې وفاقي کابينې د سرکاري ملکيتي ادارو په لړ كښې د كابينه كمېټۍ د 4 جولائي كال 2024 په غونډه كښې د شوو پرېكړو هم توثيق وكړو۔
د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه ٬ د پاکستان پبلک ورکس ډيپارټمنټ ختمولو لپاره د تګلارې ٬ په قانوني توګه د مېشته 1.45 مېليونه افغان كډوالو د پروف آف رجسټريشن کارډز موده كښې تر 30 جون كال 2025 د پراختيا منظوري وركړې شوه ٬
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کے اعدادوشمار