اسلام آباد 07 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د هاؤسنګ وفاقي وزير چوهدري طارق بشير چيمه ليدلې دي۔د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د هېواد په مجموعي او سياسي صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوې۔وفاقي وزير وزيراعظم په هېواد كښې د متوسط او كمزورو طبقو لپاره د لږ لګښت كورونو رغونې د پروژې پېشرفت څخه تفصيلي خبر كړو۔ وزيراعظم خلقو ته كورونه په عزت سره باوري كولو د عزم پخلے وكړو او اړوندو ادارو ته دې مقصد لپاره د ټولو وسائلو كارولو هدايت هم وكړو
مضمون کا ماخذ : مصر کی میراث